دهېواد وکړو ته د روزګار پیداکول د اقتصادي اهدافو په سر کې قرار لري. د اقتصاي پرمختګ لپاره دولتونه اړ دي چې بشري ځواک څخه د ګټې اخیستنې لپاره لازم فرصتونه رامنځته کړي، ځکه چې بیکاري په ټولنه مختلفې ټولنیزې ستونزې زیږوي چې له بده مرغه زموږ دولت دمګړۍ له هم داسې حالاتو سره لاس او ګریوان دی.

دولت باید په دې برخه د مسلکي او پوه بشري ځواک لپاره توجه وکړي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ د پانګه اچونې اندازه زیاته کړي، کوچني کاروبارونه غښتلي کړي او همدارنګه د مسلکي پوهې لپاره دولتي لګښتونو لوړولو له لارې د دې ستونزو د حل لپاره اساسي حل لارې پیدا کړي. همدارنګه ملت وظیفه لري، څو خپل ماشومان زده کړو ته و هڅوي او خپله هم د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ونډه واخلی او د خپل اقتصاد په پیاوړي کیدلو سره د ټولنې اقتصادي حالت ته بدلون ورکړي.

د اقتصادي پرمختګ لپاره :

د سنتي اوبو لګونې سیستم ښه والی او په نوي سیستم یې بدلول؛ ( د کرنې او اوبو لګولو وزارت هڅه کوي چې  په افغانستان کې له باراني اوبو او سیندونو پر سر د بندونو په جوړولو سره د ځمکو د خړوبولو په موخه نوی سیستم رامنځته او د افغانستان ډیرې شاړې ځمکې د کرنې وړ وګرځوي.)

حمیدالله فیضي

د ریل ګاډي د لارې پراختیا او جوړول؛ ( اوسمهال افغان دولت د ریل ګاډي د پټلیو په جوړولو کار پیل کړی او له ځینو هېوادونو سره څه نا څه له دې آسانتیاوو ګټه پورته شوې، خو د ځینو هېوادونو او د افغانستان دننه له ټولو ولایتونو له نښلیدو سره به دا پروژه په راتلونکو کلونو کې بشپړه شي.)

د فرعي سرکونو او لویو مواصلاتي لارو او برېښنا د انرژۍ جوړول؛ ( د کانونو له کیندنې او استخراج وروسته توکي باید په ډاډمنه توګه له یوه ولایت څخه بل او یا هم بهر ته ولیږدول شي.)

د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرو څخه په پوره پوره توګه ملاتړ کول؛ ( دولت اړ دی چې د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره لویې لارې جوړې او د امنیت د خوندیتوب ترڅنګ هم سوداګري کړنو لپاره بشپړه انرژي او صنتعتي پارکونه برابر کړي څو خلک په تولید لاس پورې کړي.)

د پورونو اخېستلو په موخه د آسانتیاوو رامنځته کول او د پانګونې لپاره د خلکو تشویق؛

(د افغانستان بانک هم د پور اخیستلو او پور ورکولو لپاره په داسې مقررو باندې کار کوي، څو وکولای شي افغانان په ډیره آسانه توګه له سوداګریزو بانکونو څخه پورونه ترلاسه او په کمې ټکټانې سره یې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د غځیدا لپاره ترې ګټه پورته کړي.)

د برېښنایي انرژۍ د ډیروالي او د بیو ټیټوالي لپاره هلې ځلې؛ ( اوسمهال چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته بریښنا واردیږي خو د سلما بند او نورو ۲۹ بندونو په جوړیدو سره د برېښنا بیه ټیټه او د هېواد ګوټ ګوټ ته برېښنا ورسیږي.)

د ځوانانو د وړتیا لوړونې په موخه د ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچول؛ ( په تخنیکي او حرفه یې زده کړو د ځوانانو سمبالتیا څو وکولای شي له دې لارې ټولنې ته د خدمت کولو جوګه شي، ځکه ټولنه کې د قلم ترڅنګ حرفه وي زده کړې هم د پرمختګ لامل ګرځي.)

د پانګه اچوونګو خوندیتوب او د دوی هڅونه چې وکولای شي د افغانستان ۴۰ سلنه بیکاره ځوانانو لپاره کاري چاپیریال برابر کړي؛

(په افغانستان کې   پانګه اچونې د ودې په موخه باید د شپږو اقتصادي سکتورونو( کرنې، کانونو، خدمتونو، صنایع، انرژۍ او ودانۍ) برخې ته پاملرنه ډیره شي چې په دې وروستیو کې افغان دولت هم د دې برخو د پیاوړتیا په موخه بېلابېل پلانونه او ستراتیژۍ  پلي کړي دي.)

د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته بازار موندل؛ ( د افغانستان دولت هڅه کوي چې د بېلابېلو لارو په جوړولو او همداراز له بېلا بېلو هېوادونو سره د تړونونو په لاسلیکولو سره د افغانستان کرنیز محصولات د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادر کړي، څو د افغانستان کرنیز محصولات چې نړۍ یې هم خوښوي په بېلابېلو هېوادونو کې د لاسرسي وړ وي.)

اقتصادي چاپېریال د ځانګړي امن او مناسبې وضعې په شتون کې رامنځته کېدای شي او پرته له یو سالم چاپېریال  څخه هیڅ ډول اقتصادي هڅې د پرمختګ هسک ته نه شي رسېدلای، نو هله به اقتصادي چارې په سمه توګه تر سره شي.

دا یو منلی حقیقت دی چې د غښتلي نظام پر درلودو سربېره امن ، ثبات ، ټولنیز پرمختګونه ، دوګړو د ژوندانه د کچې لوړوالی، د منظمو بازارونو درلودل د اقتصادي چارو د غښتلي کېدو په موخه  حتمي او اړین شرایط دي، خو د دې تر څنګ د غښتلو نظریو،کارپوهانو او بریالیو پالیسي ګانو په شتون کې د یو هېواد اقتصادي بهیر دکمال او پرمختګ درجې ته رسولی شي. دیادونې وړ ده چې د افغانستان دا هېله هم هغه مهال په حقیقت بدلیدلای شي او د پرمختللو اقتصادي هېوادونو ډګر ته ور دانګلای شي چې د پورتنیو موضوعاتو په پلي کیدو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي او د يوه پرمختللي هېواد په توګه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځان مطرح کړي. افغانستان د ۳ ترېلېون امریکایې ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري چې لا هم ترې ګټه نه ده پورته شوې او د دې زیرمو په سپړلو سره افغانستان ډیر ژر د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *