تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، په هیواد کې د انرژۍ د تولید د پروژو لپاره د ۹ ملیارد ډالرو پانګونې ته اړتیا لري.
د اوبو او انرژۍ وزیر دا خبره په دوبۍ کې د افغانستان د انرژۍ په نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې وکړه.
دا کنفرانس د نړۍ او افغانستان د ۱۲۵ کمپنیو د استازو په ګډون پرون پیل شو او نن هم دوام کوي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د دوبۍ په کنفرانس کې ګڼو بهرنیو کمپنیو په افغانستان کې د انرژۍ په سیکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د دغه وزارت چارواکو له یو شمېر کمپنیو سره خبرې کړي دي.
افغانستان د انرژۍ د تولید خورا لوړ ظرفیت لري او که په دې برخه کې نړیوالې کمپنۍ پانګونه وکړي، افغانستان به د دې جوګه شي چې ګاونډیو هیوادونو ته برېښنا صادره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دوبۍ کنفرانس ته وویل، افغانستان د انرژۍ په برخه کې د بیخ بنايي پروژو لپاره د ۹ ملیارد ډالرو پانګونې ته اړتیا لري او تراوسه پوري یې د امریکا په شان له مرستندویو هیوادونو ۲ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.
همداراز نړیوال بانک او اسیايي بانک هم د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
همداراز د متحده عربي اماراتو په شمول د څو عربي هیوادونو کمپنیو هم د افغانستان د انرژۍ په سیکتور کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.