منيب الرحمان رحماني
په ټوله کې په نړی کې د ځمکې د اوبو سطحه په کمېدو ده خو د نړی ډېری هېوادونه کم ترکمه د بشري ناوړین د مخنيوي لپاره ځينې اقدامات کوي او کړي یې دي.
د اوبو بېرته تصفيه کول،داوبو سيستماتيک مصرف کول له اصراف څخه یې مخه نیول،د لويو بندونو جوړول اود اوبو لویې ذخیرې درلودل او داسې نور هغه څه دی چې د نړی ډېری هیوادونو د اوبو د مخ په زياتيدونکي کمښت په وړاندې کړي دي.
خو په افغانستان کې حالت بل ډول دی،په ټولو ښارونو کې اوبه د ځمکې شل او کابل کې ان دېرش مېتره لاندې تللی.
اوبه تر ټولو ډېر ۳ اړين د استفادې موارد لري
۱-څښاک
۲-آبياري
۳-انرژي
د افغانستان په ځينو ښارونو کې لومړی ستونزه هم مخ په زياتيدو ده او داسې ځایونه شته چې خلک په ښارونو کې د څښاک اوبه له ډېر لرې ځايه راوړي او دا مخ په زياتيدو ده.
دولت يوازې د کابل د اوبو د کمښت په اړه دا وائی چې د شاه وعروس بند او د شاتوت بندو چارې په لنډو کلونو کې تکمیل شي او د کابل د اوبو ستونزه به ددې بندونو څخه حل شي.
خو ستونزه يوازې ترکابل محدوده نه ده،په ډېری ولايتونو کې که څه هم د څښاک د اوبو کمښت شته خو د دې په نسبت د ابياري لپاره د اوبو کمښت لويه ستونزه ده.
د افغانستان د ډېری خلکو اقتصاد په زراعت پورې تړلی،اوس چې اوبه مخ په کمېدو دی نو دا به د افغانانو لپاره د تروریزم نه کم ګواښ نه وي،په مختلفو ولايتونو کې دا ستونزه خپل اوج ته رسېدلې،نيمروز ته د موقت وخت لپاره هلمند اوبه ورکوي،همدارنګه په وردګو کې خلک د ژورو څاګانو او واټرپمپونو کارونې ته اړ شوي،د قندوز او نورو ولايتونو مشهور توليدات د تېرو کلونو په نسبت د نيمايی نه ډېر کم شوي.
په طبعي ډول اوبه مخ په کمېدو دي اوس مخکې له دې چې دوچ کالی دا ناورين هېواد نورهم د لویی اقتصادي او بشري فاجعې سره مخ کړي چې بيا به يې کنترول ستونزمن وي دولت ته پکار ده چې همدا اوس مناسب تدابير ونيسي.
د کرنې په برخه کې د امنيت لپاره د دولت د مخالفینو سره په تفاهم په اسانی دولت کولي شي د خلکو ستونزې حل کړي،د کرنې لپاره د منظم او سيستماتيک آبياري  سيستم رامنځته کول او  داوبو د کنترول او اصراف مخه نیول،د لنډ مدت لپاره متوسط او کوچني بندونه جوړول او متوسطې ذخیرې جوړول او دراز مدت لپاره د لويو بندونو او لويو ذخيرو جوړول هغه څه دی چې دولت یې بايد وکړي.
په اوسني حالت کې هم موږ دومره اوبه لرو چې که کنترول یې کړو نو په همدې او راتلونکي د وچ کالي له ناوړين څخه موږ وژغوري،د ژمي او پسرلي په موسمونو کې ډېری سيندونه پرېمانه اوبه لري چې همدا اوبه پدې موسمونو کې ذخیره او راتلونکو دوو نورو موسمونو کې یې راحت استفاده کولی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *