عبدالجمیل ممتاز

که د طالبانو له سقوط او د بن له ناستې راوروسته لږ ځیر شو، نو اوچته به  پوه شو چې خورا قیمتي او ارزښتمن شیان مو په داسې حالت کې له لاسه ورکړي، چې د ارامۍ، قانونمنۍ او یو ډول رضایت فضا هم موجوده وه. که یې لږ نور هم برملا درته ووایم، په تېرو شپاړسو کالو کې چې د ځينو شومو څهرو یا یو څو وړو خودغرضو ډلو لخوا ملي ارزښتونو او مکانونو، فرهنګ، تاریخ او سوکالۍ ته صدمه رسېدلې، که به په هېڅ دوره کې وراوښتې وي! شاید خلک له بلې زوایې ورته وګوري او لاملونه یې هم نور نور څه وبولي، خو زما مطالعه بل څه وايي او ان بیخي یې ډاډمن کړی یم، چې روان وضعیت په شعوري ډول د یو قوم یا یوې ډلې لخوا د ګډوډۍ پر لوري رهبري کیږي، تر څو خپلې شخصي ګټې خوندي وساتي او لا نورې هم ورباندې علاوه کړی شي.

زه د اپرچونیزم (Opportunism) خبره کوم! متأسفانه افغانستان دا ځل له دننه د یوې اپرچونیسټي لوبې یا وسیلې په دام کې لوېدلی دی، چې په دې اړه زه ډېره شدیده اندېښنه لرم او وېرېږم، یو وخت به داسې حالت متمرکز شي، چې افغانستان ته به یوازې تش نوم ورپاتې وي او بس. ځکه چې تاریخ به یې داسې وربدنام کړی وي، چې ان په له منځه تلو به یې خلک راضي وي، بله دا چې یو افغاني ارزښت به یې هم نه وي پریښی، چې موږ ته پرې د استدلال پلمه جوړه وي، همدارنګه په کوم فرهنګ چې اوس موږ نازیږو، ټکی نښانه به یې نه وي راپاتې او دا دی د هیواد دښتې خو هغه ده په رڼو سترګو وینو چې اخته دي، د ښارګوټو په نوم او غونډۍ ګانۍ د مړو په نوم غصبوي.

سمه ده چې دا ټولې بهرنۍ لاسوهنې دي، اما مدیر هم باید په خپل مدیریت او سیاست کې تشخیص ته ځای ورکړي، تر څو په دې وپوهیږي، چې دښمن زموږ د پرځولو او ختمولو لپاره کومه تګلاره خپله کړې ده؟ دا کار مو نه یوازې له ناکامیو او بدبختیو نه د مخنیوي لامل ګرځي، بلکې د بریا پر لوړو ډګرونو باندې د ځلېدو لامل هم ګرځېدلی شي.

چې له همدې امله ما هم وغوښتل د اپرچونیزم په رڼا کې د دوی اخلاق پرتله کړم! اپرچونیزم ډېر لنډ او روښانه تعریف لري، که څه هم ځینو هوښیارانو ورته ناروغي ویلې ده او ځينو بیا د ناروغۍ نامه پر ځای ورته د منافقت، دوه مخي، وخت پالي او موقع پالنې نوم ورکړی دی، چې زه یې هم تر یو حده د دویمې ډلې پلوی یم.

اپرچونیزم، هغه سیاست او تګلارې ته ویل کیږي، چې پکې ملي منافعو او قوانیونو ته په نه درناوي او نه پاملرنې او همدارنګه له شرایطو نه په استفادې سره د شخصي ګټو تر لاسه کولو لپاره خپل نهايي فکري او فزیکي ځواک په کار اچول کیږي. یعنې اپرچونسټانو ته تر هر څه مخکې خپلې شخصي ګټې مهمې دي او ان تر دې چې که ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني هم کړي، پروا یې ځکه نه کوي، چې خپلې ګټې یې خوندي دي.

یا یې داسې هم تعریفولی شو: اپرچونیسټ د ابن الوقت په معنا دی او د وضعیت، شرایطو او یا رژیم بدلېدو سره سم، خپله عقیده، اخلاق او اقوال بدلوي. معنا دا چې اپرچونیسټ (فرصت پاله) داسې څوک دی، چې نه ورباندې باور کیدلی شي او نه هم هغه هیڅکله پر ژمنه باندې د درېدو صفت په ځان کې لري. تل هڅه کوي چې فرصت پیدا کړي او د خپلو شخصي  ګټو تر لاسه کولو لپاره ځان ستړی کړي.

څومره چې په یوه ټولنه کې فرصت طلبه (opportunists) کسان زیاتیږي، همغومره ورسره د پرمختګ او هوساینې بهیر ټکنی کیږي او همدارنګه نه یوازې د چارو نظم له منځه ځي، بلکې د ټولنې امن او نظم هم ورسره مختل کیږي. ځکه دوی به تل د هر هغه ملي بهیر او حرکت مخه نیسي، چې پکې د دوی ګټې شتون ونلري او ان د شنډولو لپاره به یې هلې ځلې کوي.

نو اوس خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره زیاتو دلایلو او تشریحاتو ته هم اړتیا نشته، ځکه  موږ ټول د همدې صحنې عیني شاهدان یوو، چې په پرلپسې توګه یې وینو او له ناکامه یې د زغملو همت په ځانونو کې پیدا کوو. ګنې هاغه وخت یې لا مخه نیول په کار ول، چې پر یو متعصب او معامله ګر شخص باندې د ملې اتل نوم کېښودل شو، چې یوازې یې د یوې وړې تنګې سیمې د ساتنې او بیا د قدرت تر لاسه کولو لپاره یې له هیڅ ډول معاملو نه مخ ونه ګرځاوه! هاغه وخت مو باید په پوره همت او جرأت سره غږ پورته کړی وای، چې د حکومت زیاته برخه واک د چورواکو، لنډغرو او په ټوله کې د همدغو اپرچونیسټانو لاسونو ته په لوی لاس وسپارل شو! هاغه وخت مو باید چیغې پورته کړې وای، چې د تعلیم او تربیې پوهنتون ته یې په وچ زور د یو قاتل، لوټمار او بې کیفیته سړي نوم ورواغوست! هاغه وخت باید راویښ شوي وای، چې زموږ نظامي پوهنتون ته یې هم د یو پلاستیکي مارشال نوم ورواغوست او هاغه وخت مو باید دا موضوع جدي نیولې وای، چې بلا القاب یې په زوره د ځانونو کړل، په زوره یې غونډۍ د خپلو زیارتځایونو په پلمه ورخپلې کړلې او په زوره یې داسې دامونه کېښودل، چې مرګ یې بهانه وه، خو تبه یې هدف ټاکلی و.

زه اوس د دوی په سیاست تر یو حده پوهېدلی یم، دوی تل هڅه کړې چې سړی مرګ ته ونیسي، نو تبې ته پخپله راځي. په همدغه کار کې خورا بریالي هم دي، ځکه هم مرګ د دوی هدف دی او هم تبه؛ نو په دې خو دوی ښه پوهیږي، چې مرګ خو په اسانه هیڅوک نشي منلی، اما ډیری ساده ګان او لاچاره کسان پیدا کیږي، چې تبې ته هرومرو غاړه ږدي. چې همدغه ځای دوی ټینګ کړی او تل یې د مرګ په نوم مهره مظبوطه ساتلې ده او پرته له دې چې زړه خوږی ولري، د هیواد وضعیت درک کړي او د ملي او دیني ګټو په فکر کې شي؛ په ډېر بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره  نوموړې مهره منځته راوغورځوي، تر څو وتوانیږي د تبې په پلمه خپلې شخصي غوښتنې پوره کړي.

دوی پر ملي فلسفه باندې له سره باور نلري او نه هم د دوی فطري اخلاق دا ورسره مني چې له خپلو شخصي ګټو دې تېر شي او د ملي ارزښت په نوم یو څه ته دې ژمن پاتې شي. دوی (اپرچونیسټان) تر ډېره د Sectarians (فرقه پالو) سره ورته دي او حتا که یې زه دلته همداسې وبولم، نو باوري یم چې زیاتی به مې نه وي کړی. ځکه دا خلک که د اپرچونیزم د تعریف له مخې وڅېړو، نو له موقع نه په استفادې او هر ځل د ملي ارزښتونو هدف نیول او یا لوټل، دا ټول اپرچونیسټي اخلاق دي؛ خو که یې دا اړخ هم راواخلو، چې دوی تر اوسه پورې له خپل قوم او ډلې پرته د بل هیچا پروا نه ده ساتلې او نه یې هم ورته د ارزښت ورکولو په برخه کې کومه هڅه کړې ده، نو ښکاره ده چې فرقه پالي (Sectarians) یې هم بللی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *