تاند- د افغانستان د وزیرانو شورا د ایران اونړیوالو ټولنې ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام پر سر د موافقې هرکلی وکړ.

د افغانستان د وزیرانو شورا او د چارو د ادارې دارلانشا نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د وزیرانو شورا په خپله غونډه کې د تهران د یورانیمو د غني کېدو په اړه له ایران سره د نړۍ د سترو قدرتونو د موافقې هرکلی کوي.

ایراني کارپوهان وايي چې د دغه هیواد او نړیوالې ټولنې ترمنځ وروستۍ موافقه د سیمې پر حالاتو اغېز لرلی شي او کېدای شي د دې موافقې بریالیتوب د افغانستان پر حالاتو هم اغېز ولري.

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونو اعلان کړی و چې پر ایران بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد هم څه نا څه ناوړه اغېزه کړې ده.

په سیمه کې د ایران سیال سعودي عربستان له پنځه جمع یو سره د ایران د موافقې محتاط هرکلی کړی، ویلي یې دي چې دا موافقه کېدای شي د ایران د اتومي جنجال د هراړخیز حل لور ته یو ابتدايي ګام وي.

خو بحرین، متحده عربي اماراتو او عراق د موافقې هرکلی کړی دی.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو د یکشنبې په سهار /نوومبر۲۴مه/ په جینوا کې د ایران د اتومي پروګرام په باب موافقه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *