تاند- د افغانستان حکومت له امریکا څخه غوښتي چې د طالبانو پر ضد د جنګي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته اې – ۱۰ جنګي الوتکې بیا ورولېږي.

د امریکا د ملټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې دوی له امریکا د (A-10) الوتکو د ورلېږلو غوښتنه کړې ځکه چې دا الوتکې د جنګي عملیاتو ښه ملاتړ کولی شي.

په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو د عملیاتي قوماندان برید جنرال لېنس بنچ په وینا امریکا تراوسه پورې افغانستان ته د اې – ۱۰ الوتکو د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ده په عین حال کې وویل«په دې اړه چې افغانستان ته کوم ځواکونه یا وسایل یووړل شي یا له عراق او سوریې څخه کوم پوځیان یا وسایل ورته راوړل شي، خبرې روانې دي.»

په جولای کې د عراق د موصل او په اکتوبر کې د سوریې د رقې ښار له ازادېدو وروسته په دواړو هیوادونو کې د اې – ۱۰ الوتکو، چې د داعش پر ضد په عملیاتو کې یې مهم رول ولوباوه، اړتیا کمه شوې ده.

ملټري ټایمز ورځپاڼه وايي، له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عملیاتو پر زیاتېدو ټینګار کړی او د سږ کال له نیمايي څخه د امریکايي الوتکو بمبارۍ ډېرې شوي دي.

په سپټمبر میاشت کې د امریکا د هوايي ځواک عمومي قوماندان وویل، د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ له نوې ستراتیژۍ وروسته په دې هیواد کې پر پراخ رول غور کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *