تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د ۲۰۱۹ کال په درجه بندۍ کې افغانستان خبریالانو ته د خطرناکو او خونړیو هېوادونو په لیست کې په شپږم مقام کې اعلان کړ.
په دې درجه بندۍ کې د سومالیا نوم لومړی، د سوریې نوم دویم او د عراق نوم په شپږم مقام راغلی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، ناامني، سیاسي بې ثباتي، بې مهاره فساد او د خبریالانو د قتل د دوسیو په اړه د ارادې نشتون د دې لامل شوی دی چې د خبریالانو مرګ او وژنه عادي چاره وګڼل شي.
دغه کمېټه ترهګرې او جنایتکاره ډلې د خبریالانو د خوندیتوب پر وړاندې جدي ګواښونه بولي.
د راپور له مخې په تېره یوه لسیزه کې نږدې ۳۲۰ خبریالان په بېلابېلو هېوادونو کې وژل شوي او د دوی د قتل ۸۶ سلنه دوسیې همداسې بې پلټنو پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په افغانستان کې نږدې ۱۸ خبریالان ووژل شول، همدا راز افغان حکومت هم وايي چې دوی ته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۴۰۰ دوسیې رسېدلې وې چې نږدې ۱۰۰۰ دوسیې یې پلټلې دي او په نورو کار کوي.