صفي الله ناصري

د روان کال د نومبر په اوومه د سیمې د ډله ییز امنیتي تړون غړو د پارلماني اسمبلۍ په غونډه کې چې افغانستان پکې د څارونکي هیواد په توګه ګډون لري او سږ کال یې مشري د روسيې هیواد په غاړه وه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غونډه کې د سیمې د امنیتي وضیعت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې روسیه د افغانستان ثبات راوستلو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او روسیه د افغانستان پرمختګ او ثبات غواړي او د خپلو افغان ملګرو هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ښایي.

په روسیه کې له ډیر پخوا څخه دا خبره په یوه مقوله اوښتې چې وایي روسیه که هر څومره وځپل شي  کولای شي چې خپل پخوانی عظمت او قدرت بیرته ترلاسه کړي. اوس هم د روسیې هیواد له سړې جګړې څخه وروسته هڅه کوي چې خپل سیمه ییز او نړیوال اقتدار یو ځل بیا را ژوندی کړي خو هغه هم له نویو نړیوالو غوښتنو سره سم، روسیه هڅه کوي چې د سیمې هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې جوړې کړي چې په دې لړ کې به د سیمې هیوادونه یو ډول نه یو ډول له روسیې سره ونیښلوي او په داسې یو حالت کې چې د سیمې هیوادونو ملي ګټې له روسیې سره غوټه شي او په مقابل کې روسیه هم دسیمې هیوادونو ګټو ته اړ کیږي او ترڅنګ یې د سیمې هیوادونو عرضه د روسیې بازارونو د تقاضا پوره کولو لپاره مناسب فرصتونه را منځته کولای شي.

پوره یو کال مخکې د روسیې هیواد د نویو پروژواو هغه پروژو پیل ته خپل چمتو والی وښود کوم چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا پیل شوي و خو د اکتوبر د انقلاب له پرځیدو سره بندې شوې وې، دا نیمه کاره پروژې چې د کورونو جوړول، د سالنګونو رغول او افغانانو ته د زده کړې زمینه مساعد کول وو په دې برخه کې یې خپله پخوانۍ هوکړه تازه کړه او په نویو پروژو کې یې چې د انرژۍ، فرهنګ او اقتصادي مسایلو په برخه کې هم دي تر یوه بریده کار پیل کړی دی هیله کیږي چې دوام ورکړل شي او هم تداوم ولري. بل لور ته د چین هیواد لیوالتیا لري چې د نوي افغان حکومت سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي او په افغانستان کې خپله پانګونه نوره هم پیاوړې کړي.

اوس محوري خبره دا ده چې د سیمې لوی قدرتونه، منځنۍ اسیا، منځنی او لرې ختیځ څومره کولای شي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ ته مناسب و ارزول شي او یا دا چې د لرې لویدیځ متحدین د هیواد ثبات او پرمختګ ته مناسب تمامیدای شي که نه؟ په ټوله کې د افغانستان اړیکې له لویدیځ هیوادونو سره د تحول په دوره کې داخلې شوې دي، ډیری وتلي لویدیځ هیوادونه نن ورځ له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري او د لویدیځ هیوادونو د ستراتیژیکو تړونونو له مخې له افغانستان سره د دیموکراسۍ، بیارغونې، ښه حکومتولۍ او د بشري حقونو په پیاوړي کولو او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د ګډې همکارۍ ژمنې شوې دي چې ددغه تړونونو له مخې پورته یاد شوي موارد تر اوسه محسوس نه دي تمام شوي او که لویدیځ جمع امریکا تر اوسه کوم تړونونه کړي د افغانستان له ثبات سره یې غوښتل شوې مرسته نه ده کړې او یا هم موقتي او بې بنسټه پانګونې یې کړې دي . او د ترهګرۍ ضد جګړه یې هم ناکامه ده په هغه سرچینو چې د ترهګرۍ ضد جکړه بري ته ورسوي کار نه کوي حتې دا هم ویل کیږي چې د دوی کړنې د ترهګرۍ سرچینې لا پیاوړې کوي او په خپل حضور سره ملي او نړیوال قوانین یې نقض کړي دي. نو که یوه بشپړه ارزونه وشي نو دا جوته کیږي چې د لویدیځ ژمنې تر ډیره اغیزناکې نه وې ځکه په افغانستان کې ورته یوه قوي اراده او مقتدره اداره نه وه موجوده تر څو د ژمنو پر عملي کولو څارنه او کنترول ولري.

خو اوس د سیمې لوی قدرتونه هم نباید په دې تمه و اوسي چې که ناټو او نور نړیوال متحدین یې له افغانستان څخه ووتل نو دا تشه به مونږ ډکه کړو، بلکې دوی د په دې تمه و اوسي چې څنګه کولای شي له نورو نړیوالو متحدینو سره په افغانستان کې همکاري وکړي ځکه د افغانستان جیو استراتیژیک او جیو ایکانومیک موقعیت دا ایجاب وي چې دا هیواد باید یا د ټولو لویو قدرتونو ترمنځ حایل هیواد Buffer state وي او یا د ګډوهمکاریو مرکز وي. څو د لویو قدرتونو ترمنځ یو توازن ټینګ شي.

نوي حکومت ته په کتو تر ډیره بریده لویدیځ لور ته ارجحیت ورکوي که څه هم چې ژمنه یې کړې چې په سیمه کې به د ولسمشر کرزي د حکومت پخوانۍ تګلاره تعقیب وي چې هغه د سیمې هیوادونو را بلل و له نورو متحدینو سره یې ((ګډې همکارۍ)) ته نه حایل پاتې کیدلو ته.

نو اوس هم زه فکر کوم چې د هیواد د تیرو معاصرو حکومتونو دریځونو ته په کتو مناسبه دا ده چې افغانستان په یوه لوی قدرت یا قدرتي لوري بشپړه اتکا ونه کړي ځکه چې د هیواد دایمي سولې او ثبات ته زیان اړوي. افغان حکومت ته لازمه ده چې د ختیځ هیوادونه دی که د لویدیځ هیوادونه او متحدین یې ټولو هیوادونو ته د فرصتونو په رامنځته کولو او برابرولو کې یو شان رویه وکړي ټول هیوادونه ګډې همکارۍ ته وهڅوي. د کابل حکومت عمده دنده د ټولو اړخونو ترمنځ د توازن ساتل دي. افغان حکومت باید خپل رول په سیمه ییزو سازمانونو کې پیاوړی کړي. افغانستان د شانګهای تړون څخه د دایمي ثبات ته د رسیدلو لپاره د یوه لوی سیمه ییز فرصت په توګه استفاده وکړي او افغان نوی حکومت د هم تر یوه بریده دا ښه وګڼي چې د سیمې امنیت او ثبات چې د افغانستان له ثبات سره نغښتی دی په همکارۍ کې د سیمې هیوادونو ته ارجحیت ورکړل شي.

One thought on “افغانستان د ختیځ او لویدیځ په همکاریو کې؛ کوم لوري ته ارجحیت مناسب دی؟”
  1. سلامونه ګران ناصري صیب
    له شننې څخه د مننه
    نن ورځ خو د نړۍ قدرتونه څو بلاکه شوي دي
    نو ښه دا ده چې د ټولو ترمنځ توازن کنترول او نظارت شي البته د افغان حکومت له خوا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *