تاند- د افغانستان حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند د مرستیال مولانا ګل نصیب هغه څرګندونې رد کړې چې ګنې د افغانستان حکومت له خپلو محبسونو څخه دوه نیم زره پاکستانیان خوشي کوي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند یو پلاوی تېره اوونۍ کابل ته راغی او د ولسمشر کرزي په شمول یې له یو شمېر افغان چارواکو سره وکتل.

 دغه پلاوي پاکستان ته له ستنېدو وروسته ادعا وکړه چې ولسمشر کرزي ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان له محبسونو څخه به هغه ۲۵۰۰ پاکستاني بندیان خوشي کړي چې د طالبانو په ګټه په جګړه کې د افغانستان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د مولانا ګل نصیب څرګندونې د یو شمېر افغانانو له سخت عکس العمل سره مخامخ شوې ځکه چې د دوی په وینا دا کسان په جګړه کې د ګڼو افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو په بدل کې نیول شوي دي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر د ویاند ایمل فیضي په قول ویلي چې ولسمشر کرزي داسي هیڅ ژمنه نه ده کړې چې پاکستاني بندیان به خوشي کوي.

ایمل فیضي دا هم ویلي چې ولسمشر کرزي د مولانا فضل الرحمن غوښتنه په زغرده رد کړې او ورته ویلي یې دي چې مجرمان نه شي خوشي کولی.

په دې اړه نور جزییات په دې راپور کې ولولئ:

جمعیت علمای اسلام؛ افغانستان به دوه نیم زره پاکستاني بندیان خوشي کړي

One thought on “افغانستان د دوه نیم زره پاکستاني بندیانو د خوشي کولو ادعا رد کړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *