په افغانستان کې له څلور لسیزې راپه دېخوا جګړه روانه ده، دا نه یوازې چې هېواد له ویجاړي سره مخ شوی؛ بلکې په خلکو یې هم له رواني اړخه اغېزه کړې ده. له (۱۳۸۳) کال را په دې خوا د سولې په تړاو چټکې هڅې روانې دي. سره له دې چې ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې؛ خو له بده مرغه هغه څه، چې تمه یې کېده تر لاسه نه شول.
یوه لویه ستونزه چې ټول افغانان یې له ګواښ سره مخ کړي، د امنیت نه شتون دی. له بلې خوا د دې ربړو څرګندونه د احصایې له مخې په (۱۳۹۲) کال په کابل ښار کې د (۱۸-۴۰) کلنو ترمنځ له (۳۸۴) کسانو څخه پوښتنلیکونه ځواب شول، چې (۳۴۳) کسانو پوښتنلیکونه د پام وړ وو.
له یادو کسانو څخه چې مرکې ورسره شوې وې یا یې پوښتنلیکونه ځواب کړي وو، په دولتي او شخصي سکټورونو کې يې د ندې لرلې، چې له دغه کسانو څخه یې (۴۰) به دندو ګومارل شوي او (۲۰۳) یې بې دندو وو.
د دې پوښتنلیکونو اړخ د قوم او جنس له پلوه ناڅاپي برابر شوی، دغو لیکونو (۴۱) پوښتنې درلودې چې دغو پوښتنو یوازې په افغانستان کې د وګړو د ژوند رضایت څرګندا وه.
د دغې څېړنې پر اساس څرګنده شوه، چې په افغانستان کې تر ډېره په دندو ګومارل شوي او نه ګومارل شوي باسواده او بې سواده او همدارنګه د جنس له اړخه کوم توپیر څرګند نه شو.
دا ټول هغه څه دي چې څلور لسیزې په هېواد کې د ورانیو او ویجاړیو ترڅنګ زموږ پر فکر یې هم لوی اغېز پروت دی او په موږ کې یې د باسواد او بې سواده توپیر له منځه وړی.
دا ځکه څرګنده شوه، که موږ له یوې خوا د افغانستان وضعیت ته ځیر شو هرڅوک د ناامنۍ احساس کوي؛ نو همدا لامېل دی چې د سولې راتګ په واقعي ډول نه لیدل کېږي؛ د حقیقي او ریښتینې سولې لپاره پکار ده، چې منظم او سسټماټیک پلانونه پرمخ یوړل شي، چې د سولې په برخه کې ریښتینی بدلون راشي.
سره له دې چې سوله یوه اړینه موضوع ده او له تېرو دیارلسو کلونو را په دې خوا د سولې په هکله جدي هڅې روانې دي، د ستایلو وړ دي. خو دا چې پایله تر اوسه ناڅرګنده ده او تر دې دمه ورته علمي ځوابونه هم نه دي ورکړل شوي، دا نوره هم ګواښوونکې ده.
همدارنګه په ورستیو کې پوهانو د سولې مثبت اړخ ډېر ارزولی، دوی په دې اند دي که په هېواد کې سوله راشي هر اړخیزې ستونزې به په چتکۍ سره له منځه ولاړې شي. همدا راز په هېواد کې د ورورلۍ، اخلاص او د خپل فرهنګ ساتنه به په هېواد کې بشپړه خوندي پاتې شي.
په دې ورستیو کې په کابل پوهنتون کې د پالیسۍ څېړنیز مرکز د سولې په برخه کې څېړنې او هڅې کړې دي. یاد مرکز د استادانو، محصلینو او روڼ اندو نظرونه را ټول کړي، په ځانګړي توګه د (۱۳۹۲) کال د پوښتنلیکونو وېشنه د ستایلو وړ ده.
د پوهانو په نظر د افغانستان د پرمختګ یوه لویه ستونزه اقتصاد هم ګڼل شوې، چې خلک یې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي. بله لویه تشه چې د سولې پر وړاندې ترسترګو کېږي د امنیت نه شتون دی چې چارواکي او عام وګړي یې له لوی ګواښ سره مخ کړي، همدا ده چې تر خوراکي توکو ورسته امنیت ته ډېره اړتیا ده او امنیت پخپله د سولې یوه لویه برخه تشکلیوي.
مهمه پوښتنه دا ده، چې دسولې په راتګ کې څه ته اولیت ورکول پکار دي؟ خو تر ډېره پوهان په دې اند دي چې باید فردي اهمیت په نظر کې ونیول شي، یعنې وګړي په دندو وګومارل شي تر څو په کافي اندازه معاشونه تر لاسه کړي، چې دا پخپله دسولې په راتګ کې لوی لاس او مستقیمه اغېزه لري. مهم اړخ چې تر ډېره موږ دلته پرې بحث کړی هغه د ندو او سولې ترمنخ اړیکه ده.
پخوا پوهان په دې اند وو: «په کومه تولنه کې چې جنګ او تاوتریخوالی شتون ونه لري سوله ییز چاپیریال یې ګڼلی شو.» خو په ورستیو کې دنظر خاوندانو دا یو لوی عیب ګاڼه چې له هغه څخه یې د امریکا د بهرینو چارو وزیر (بې دوک تو) چې د ویتنام د سولې فعال غړی و، دالایي لاما د تبت مذهبي مشر او دتانزین ګیاتز چې د سولې یوبل فعال غړی و، دوی ټولو په یوه غږ سره وویل: «دجنګ او تاوتریخوالي په نه شتون سره بیا هم دسولې په نه شتون حساب ده.»
فیلسوف رایو هان ګالتونګ دخپل نظر پر اساس سوله دوه ډوله بللې ده:
مثبته سوله: په مثبته سوله کې د وګړو ترمنځ ټولنيزې اړیکې، عدالت، فرهنګ، فرد،… او همدارنګه مادیاتو ته پام اړول د مثبتې سولې اساس جوړوي.
منفي سوله: دجګړې او تاوتریخوالي نه شتون یې د منفي سولې اساس ګاڼه.
دګالتونګ د نظر په اساس نورو پوهانو هم دا تایید کړه چې د سولې د راتګ لپاره مثبت اړخ په نظر کې نیول پکار دی. د دې ترڅنګ نورو پوهانو او د نظر خاوندانو په دې ټینګار کړی، چې دفرد مادي اړخ په نظر کې نیول د سولې راتګ ته لاره هواروي. له بلې خوا د دې څېړنې ټینګار هم د (۱۸-۴۰) کلنۍ پورې د وګړو پر معاشونو او دندو کړی دی؛ چې د امنیت او د ټولنې مدریت د همدې عمر کسانو پر اساس جوړیدای شي؛ ځکه چې د انرژۍ ځواک په همدې عمرونو کې پروت دی.
له بده مرغه په افغانستان کې دا لویه ستونزه ده، چې ورځ تربلې په زیاتېدو ده او اصلي لامل یې همدا بېکاري ده. په ځانګړې توګه د ځوانانو او فارغو محصلینو بېکاري، د دې ستونزو اساس جوړوي.
له بلې خوا په افغانسان کې له ښځو سره تاوتریخوالی روان دی، د کورنۍ له خوا دباندې وتلو اجازه نه ورکول کېږي، چې له ښوونې او روزنې څخه برخمنې شي او په ټولنه کې د بشپړ انسان په څېر وځلېږي. دا او دېته ورته نورې ستونزې دي چې له ښځو سره کېږي او په سوله کې د لوی خنډ لامېل شوي دي.
له بله پلوه په افغانستان کې تر ډېره نړیوالې مرستې په نظامي ارګانو کې مصرفېږي، څو امنیت ټینګ کړي؛ چې دا چلند د سولې په راتګ کې بشپړ په ټکر کې دی. دوی ته پکار ده، چې خلک په مختلفو دندو وګوماري او د فرد مادیاتو ته پام واړوي.
له دې څېړنې څخه دا پایله ترلاسه کوو، چې د هېواد تنکي ځوانان مو له مخالفینو سره لاس یو کوي او د وطن د ابادۍ او سوکالۍ پر وړاندي نورې ربړې را اوچتوي، چې دا ټولې د بېکاریو زیږنده ده.
نو د پاسنیو نظریو پر اساس په افغانستان کې د ازادۍ، ارمۍ، فرهنګ، نا ارمۍ، تاوتریخوالي او له ژوند څخه د نه رضایت یا له ژوند څخه تنګېدل دا ټولې هغه ستونزې دي چې زموږ بااستعداده، لوستي او له انرژۍ څخه ډک ځوانان وزګار دي، نو له ځوانانو څخه د سولې، امنیت، ښه ژوند او د ښه راتلونکي تمه درلودل هر څه بېکاریو هېر کړي دي، دوی په دې هڅه کې دي چې یوازې د شپې او ورځې د تېرولو په پار یوه ګوله وچه ډوډۍ پيدا کړي.
که څه هم په لومړیو کې به تاسې ته د سولې او د خلکو د دندو ترمنځ اړیکه بې اهمیته ښکاره شوې وي؛ خو نه دژور فکر په کولو سره به تاسې خپل ځانته دا ډاډ ورکړئ، چې د ژوند د پرمختګ چارې څومره د سولې پر وړاند د اهمیت وړ دي، سوله د انسان له پیدایښته ان تر دمه ملګرې ده؛ خو دلته موږ سولې ته له بلې زاويې کتلي دا نه یوازې چې جنګ او تاوتریخوالی له منځه وړل مو په نظر کې نیولي، په یوه وخت کې مو له دې سره ټولنیزې اړیکې، سیاسي پرمختګونه، ودې او همدارنګه مو انسان د دې مرکزی ټکی او اساس ګرځولی دی.
د سولې اغېز د نوي لید پر اساس د اروپا او شمالي امریکا د دویمې نړیوالې جګړې په پېر کې یوه ښه بېلګه بللی شو، همدا وه چې د لومړي ځل لپاره دویمه نړيواله جکړه د مثبتې سولې پر اساس سړه شوه. نن ورځ هم که نورو پرمخ تللو هېواد ته ځير شو د مثبتې سولې د نوي لید پر اساس یې خپل هېواد له ستونزو څخه بچ کړی، د دې ترڅنګ په نورو هېوادو کې د سولې نوی لیدلوری د یوه مکتب اساس ګرځېدلی، چې هر هېواد د دې مکتب په پلي کېدو سره له ستونزمن حالته دسمبالتیا او پرمختګ په لور ځان ته مسیر ټاکي.
د نورو هېوادونو پر خلاف په افغانستان کې دسولې په تړاو قوانینو یوازې تیوريکي بڼه خپله کړې ده، د ريښتینې سولې لپاره پکار ده، چې عملي او علمي هڅې وشي، څو دخپل هېواد سمبالتیا د نورو هېوادونو په څېر لنډ مزله کړو.
د دندې او سولې ترمنځ اړیکه:
د پاسنیو نظریو پر اساس سوله له امنیت او پرمختګ سره جوخته اړیکه لري؛ خو ژان ژالر او امارتیانیسن بیا په ټولنیز عدالت او د ټولنې پر اقتصاد ټینګار کوي. دوی دواړه پر دې اند دي؛ که ټولنه او وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخ شي له خپله مجبوریته هر څه ته لاس اچوي؛ له مخالفینو سره یو ځای کېږي، ناوړه کړنې کوي، په نېشه یې توکو روږدي کېږي….
دغې ته په کتو سره ویلای شو چې اقتصادي مدیریت دښې حکومتوالۍ اساس جوړوي. دڅېړنې په پایله کې دا جوته شوه، چې په افغانستان کې د خلکو د دندو او سولې ترمنځ کومه اړیکه شتون نه لري، دا خبره ځکه کوو چې په افغانستان کې سوله د فرهنګ پر اساس ولاړه ده، په دې مانا هغه مرحلې چې سولې ته د رسېدو لپاره زموږ په هېواد کې ترسره کېږي، حقیقي سولې ته د رسېدو سره بشپړې په ټکر کې دي.
ډېری وګړي په دې عقیده دي، چې خوراکي توکي د خپلې هڅې پر اساس تر لاسه کېدای شي او دا اوس یو دود ګرزېدلی. پرته له هڅې او کوششه د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کول ناشونی کار ورته برېښي ؛ نو دا په حقیقت کې له الله(ج) او دهغه له طبعیت څخه نارضايت ښودل دي؛ خو د دې برعکس په څینې فرهنګونو کې که څوک دنده لري یا یې نه لري، په دې مانا چې د الله(ج) په تقدیر او خوښه راضي دي او وایي: «څه چې د الله(ج) را ته خوښ دي، موږ په هغه راضي یو.»
په افغانیستان کې د سولې په هکله هر ډول هڅې له ناکامۍ سره مخ دي؛ خو یوازې یو څه چې ښه نتیجه یې ورکړې ده او ښه پایله یې درلوده، هغه یوازې د فرد اقتصادي ستونزې په نظر کې نیول دي او پر همدې اساس مثبته سوله را منځ ته کېدای شي؛ خو په خواشینۍ سره دا ویلای شم، چې په افغانیستان کې سوله د یو دود حیثیت لري، علمي او عملي جنبه یې تر ډېره کمزورې ده.
زموږ د ټولنې عام وګړي، ان لوستو کسانو تر دې دمه دا درک نه کړای شوای، چې د مثبتې او منفي سولې تر منځ توپیر څه دی؟ او د دې تر څنګ دندې درلودونکي او وزګار کسان په کلکه د نا امنۍ احساس کوي. که له هر وګړي وپوښتو، چې د سولې د راتګ لپاره څه کول پکار دي؟ په زغرده به ځواب راکړي: «څو چې په هېواد کې امنیت نه وي، د سولې راتګ ناشونې خبر ده.» خو داسې نه ده، نورو هېوادو ته په کتو سره دا په ثبوت رسېدلې چې یوازې د جنګ له منځه وړولو سره سوله نه راځي بلکې پکار ده، چې د وګړو ژوند د اقتصادي ستونزو له مخې خوندي وساتل شي.
بله لویه ستونزه چې زموږ په ټولنه کې دود ګرزېدلې او په لوی لاس مو ځانو ته انسان خوړونکي پیدا کړي هغه هم په طبقاتي ماحول کې د وژونکو، غصبوونکو او همدارنګه هر هغه څوک چې د خلکو په څورونه لاس پورې کوي اتلان ګڼل کېږي همدا لامېل دی، چې ورځ تر بلې مو ټولنه د بدبختۍ په لور روانه ده او دې ته په کتو سره تر دې دمه کومه پایله چې ترلاسه شوې ده، د سولې څرک پکې نا څرګند دی.
اوسنیو شرایطو ته په کتو سره که څیر شو فیوډالان او زور واکي، چې یوازې د ځان د امنیت د خونديتوب احساس کوي، دوی نور هم په دې هڅه کې دي چې دا سلسله همداسې جاري وساتي او غریبه طبقه بې بقا کړي، څو ژوند د دوی په خدمت کې تېرکړي.
بل لور ته عام وګړي د سولې راتګ یوازې په حکومت پورې محدودوي او ځانونه بې طرفه ګڼي، دا نه یوازې چې عام وګړي، بلکې دولتي چارواکي هم وایي؛ چې د سولې راتګ په حکومت پورې تړلی؛ ډېره دردوونکې خبره ده، چې تر دې دمه هېچا خپل مسوولیت درک نه کړ.
په پای کې ویلای شم؛ له هر څه نه په راتېرېدو سره لومړی موږ ته پکار ده، چې د فرد اقتصادي، فکري، تعلیمي، فرهنګي،… او وزګاري په نظر کې ونیسو، کله مو چې د هر څه د سمبالتیا اساس فرد وګرزا وه، ټولنه به مو له هره اړخه خوندي، سالمه او د سولې تر چتر لاندي پاتې شي.