عبدالمالک عاصم | 

د هرخونړي او وژونکي برید مسوولیت  مننونکی (داعش) یې پرافغان خاوره د میشتو قومونو د څو ټیکدارانو له کړنواو ببولالوګټه پورته کوي. دغه نا افغانه ماتم جوړونکې ډله په خپلوبریدونو سره هڅه کوي، ددې یو موټي ملت موټی خلاص او هره وړه او لویه ګوته یې بل ته نیغه کړي. دوی هڅه کوي، چې له یوې خوا له یوشمیر پخوانیو وینه زبیښونکو ډلو څخه د وژنې دا تود ډګرخپل کړي او له بل پلوه د افغانستان د جګړې پرسره تبۍ خپله توره تیره او اصلي بادار ته ځان اصیل او نور کم اصله معرفي کړي.

د شیعه افغان مسلمانانو پرجوماتونو، عبادت ځایونو او تکیه خانو له بریدونو سره دغه خونخواران ونه توانیدل، چې د سني او شیعه وینه سره جلا کړي او د دواړو مذهبی ډلوسیاسي او مذهبی مشرانو له سیاسي عقل او بصیرت نه ګټه پورته کړه او د پښتانه او هزاره دښمن یې یو وباله. ددې سپیرې خاورې داړونکي دښمنان یې له مذهبي حساسیتونو ورهاخوا قومي مسلو ته ګوتې ورتیرې کړي او لالهانده دی، چې دهغوڅواحساساتي تنظیمي مشرانو پرشاوخوا راټولو ځوانانو فکرله اصلی دښمن څخه خپل منځي شخړو ته ورواړوي، چې یوه لویه برخه یې قومي ډول ته له درنګیدو سره سم غوړې څڼې اخوا دیخوا کوي. ترهګرو ته د پښتون وینه ترتاجک خوږه او د تاجک وینه ورته ترهزاره مزه ناکه او د ازبیک هغه ورته تر بلوڅو او ایماقوخوندوره بریښي اوپریوه نغري ددغه راټول ولس د یووالي خونو ته د جلا جلا لارې ورکولو لټه کوي.

په کابل کې را ټول شوي افغان سیاستوال دا مهال د هرې وړې او لویې نا خوالې او ناشولته پړه پر خپل ګاونډي ورتپي، چې اوس یې ټول افغان ولس او ان په لویدیځ او ختیځ کې مسلمان او نا مسلمان پرناسمو ارادو پوهیږي. دغه زما د پلار په عمر بوډا ګاونډي یې ترټولو ډیره ګټه د افغان پرګنو په خپل منځي جګړه کې کړې، چې دا هوډمن او د غښتلو مټو څښتن ملت یې په ۳ لسیزو کې هرسور لینګي او تور لینګي ته احتیاج کړ. د ابدالي احمدشاه، غزنوي سلطان محمود، هوتکي میرویس خان، غوري شهاب الدین اومیوندۍ ملالې یوشمیربچي یې د خپل نیګه ګټلي هیواد ته سره سکروټه کړل، چې په لاسونو یې د همدغو اتلانو اولاده په پردیو بمونو نینې کوي اود مغزوعقل یې ورته پښو ته رسولی.  

له بده مرغه په دې وروستیو کې یوشمیرسیاستوالو ددښمن تبر ته لاس اچولی او یا د هغوی پرژرنده یې اوبه ورسمې کړیدي او پر افغان ملت شوي بریدونه په دولت پورې تړي او ژوولې ژبه وايي چې پریوشمیرمشخصو ناستو ولاړو باندې د حکومت په دننه کې د یوشمیرکسانو لخوا د بریدونو هڅې کیږي. د افغانستان د ننه فعالې وسله والې ډلې په مذهبي، سیاسي او قومي خوځشتونو یو لړبریدونه د همدې ډول اوبو خړولولپاره ترسره کوي، چې تاجک پرپښتون، هزاره پر تاجک، او ازبیک پرهزاره بې باوره  اویوځل بیا د کورنیوجګړو کندې ته یې ور وغورځوي.

دغه ډله سیاستوال، چې له خونړي تاریخه یې لا درس نه دی اخیستی غواړي، چې ددې اوبدلي ملت قومي تارونه سست کړي او په خړو کړو اوبو کې خپل سیاسي ماهیان ونیسي. خو له بده مرغه دوی د ماهیانود نیولوپرځای دافغان وژونکو له پیژندنې د خلکو پام بل خوا اړوي او په تیاره کې دمڼوپه شمیرکې خلک تیرباسي. دوی خپلو شخصي تربګنیواو سیالیو ته قومي رنګ ورکوي او غواړي، چې ترشاه یوشمیرنیم لوستي او نالوستي ودروي اود خپل لښکر توروالی (سیاهي) کړي.

د افغانستان پر هر وګړي برید پرهر وګړي برید دی او دلته د قوم په نوم د سوداګرو ببولالي اوپروپاګنډا مشتریان نه لري.

دلته فعال یو شمیر خام سیاستوال فکر کوي، چې لاهم ددوی کړتې په دې هیواد کې مشتریان لري او دوی به وکولی شي، چې د پخوا په څیردا ولسونه په خپلو کې یوه او بل ته ښکر په ښکرکړي، خو په تیرو ۱۵ کلونو کې ددغو قومونو روزل شویو ځوانانو دومره سیاسي پوهه تر لاسه کړې چې دا څو چټل سیاسي ټیکداران سره څنډې ته کړي.

افغانستان اوس د یو شمیر ناولو سیاسي کړیو او څیرو او د نوي ځوان باهوښه نسل ترمنځ د سیاسي سیالۍ په ډګربدل شوی او دواړه په خپلو کې د خاموش اکثریت د کابو کولو او ترخپل اغیز لاندې راوستلو په درشل کې دی. دلته اوس ډیر سیاسي سوداګر د خلکو تلې ته برابر شوي او ښکاري چې پاڼه یې ژیړه شوې او ژر به ورژیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *