خبریال: میرویس جلالزی – په داسي حال کې چې ویل کیږی سیمه ییز پولیس د افغانستان په امنیت کې ډیر ګټور ثابت شوي لیکن تر څنګ یې د هغوی د کارونو د شفافیت په اړه مهمه پوښتنه پر ځای پاتي ده.
سیمه ییز پولیس د کلیو او بانډو په کچه د ترهګرو ځپلو لپاره یوه پروژه وه چې په لومړي ځل د کابل په ګاونډیو میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې پلې شوه.
په لومړي سر کې مرکزي حکومت تر ډیره دا پروژه سمه نه بلله خو وروسته وروسته سیمه ییز پولیس د ملي پولیسو تر چتر لاندي راغلل او مرکزي حکومت یې هم ملاتړ پیاوړی کړ.
د دغو ځواکونو له لوري په ځینو مواردو په تېره بیا شمالي ولایتونو کې د خلکو شکنجه کول، پر ښځو او نجونو جنسي تیري او داسي نور مسایل هغه څه دي چې سیمه ییزو پولیسو په یو شمیر سیمو کې ترسره کړي دي.
د پکتیکا ولایت د مرکز ښرني د ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده د سولي او جګړې د رپوټ ورکوني انستیتیوت ته ویلي، د دوی په سیمه کې یو کلی و چې ناټو ډير کوښښ وکړ هلته امن راولي لیکن هغوی ونه توانیدل او کله چې ورته سیمه ییز پولیس وګومارل شول هلته امن راغی.
د نوموړي په خبره، اوس په دغه سیمه کې او نورو هغو سیمو کې چي سیمه ییز پولیس په دنده ګومارل شوي هلته امن راغلی دی.
د سولې او جګړې د رپوټ ورکونې انستیتیوت د رپوټ له مخې چې د سیمه ییزو پولیسو د مشرتابه په کچه کې ډیر کمزوري کسان شته چې په یو شمیر سیمو کې د دغو ځواکونو د بې دیسیپلینۍ سبب کېږي.
د پکتیکا خلکو ویلي چې دغو ځواکونو ته باید د استخدام پروسه نوره هم شدیده او سخته کړای شي څو سم خلک د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته جذب کړای شي.
د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي محب الله صالح ویلي چې سیمه ییز پولیس په ډیرو سیمو کې کارنده واقع شوي لیکن لا هم ستونزې لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې تر اوسه پوري دوی ۳۵۰۰۰ سیمه ییز پولیس لري چې د ۲۷ ولایتونو په ۱۰۸ ولسوالیو کې ځای پر ځای دي.