د احمدضیاء مسعود څو عجیبې او غریبې خبرې درسره شریکوم چې د ثور په اتم چې د مجاهدینو د بریا ورځ او پنځه ویشتم کال و، غونډه کې چې ظاهرآ په همدې موخه ورغوښتل شوې وه.
په ټوله کې دلته یو شمېر هغه کسان راټول شوي، چې یا په ملي خیانت تورن دي او یا په داسې جرم تورن دي که ثابته شي، نو باید اسلامي حدود پرې تطبیق شي.
دلته ډیری تنکي ځوانان رابلل شوي، چې د مشرانو خبرو ته به یې چغې وهلې او حتا کله کله به غونډه له کنترول بیرون شوه.
احمد ضیاء مسعود وویل:
۱ – ا لله دې د جهاد او مقاومت شهیدان او له هغې وروسته شهیدان وبښي.
د جهاد او مقاومت دوره له طالبانو سره د مخالفت دوره ده، یانې له هغې مخکې دوره چې له روس سره جهاد و، هغه دې الله نه بښي؟
۲ – ضیاء مسعود وویل، اشرف غني رواني ناروغي لري او دا ناروغي یې له وړکتوبه وه.
۳ – مسعود وویل، خلک د ولسمشریزو ټاکنو له پایلو خوښ نه دي، ځکه په وینا یې اشرف غني په درغلۍ راغلی.
۴ – مسعود ویل، امریکا دې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او خلک دې پرېږدي چې خپل برخلیک خپله وټاکي، نه د څو خرڅ شویو او د پردیو مزدورانو غوښتنو ته، دا خبره خو طالبان هم کوي بیا یې ولې مخالفت کوې؟
۵ – مسعود وایي، له حکومت سره یې پرېکون اعلان کړ او سر له همدې لحظې افغان حکومت هېڅ مشروعیت نلري.
۶ – مسعود وویل، اشرف غني دیکتاتور دی او غواړي فاسد حکومت ته په چل او فریب دوام ورکړي.
۷ – مسعود وویل، اشرف غني پنځوس سلنه خاوره طالبانو ته په لوی لاس په واک کې ورکړې ده او د افغان امنیتي ځواکونو روحیه یې کمزورې کړې ده.
۸ – مسعود وویل، اشرف غني ټول واک او قدرت منحصر کړی او نورو ته واک او صلاحیت نه ورکوي.
(تا چې له قطر سره خپل سري تړونونه کول او هغوی دې ښکار ته رابلل دا واک او صلاحیت چا درکړی و؟)
۹ – مسعود وویل، زه له خلکو بښنه غواړم چې زما لپاره یو شمېر خلکو اشرف غني ته رأیه ورکړې وه، او زیاته یې کړه، له حکومت سره پرېکون اعلانوم او له نورو خلکو، سیاسي احزابو، مدني ټولنو او مخورو هم غوښتنه کوم چې له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.
۱۰ – مسعود وویل، اوس هڅې کوي، چې خلک راټول کړي، څو اشرف غني استعفاء ته اړ کړي، موقت حکومت رامنځته کړي او د ولسمشریز ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.
خو هغه متل دی وایي، اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي.
دلته دوستم هم خپل زوی او استازي د دې لپاره راولېږل، چې له ضیاء مسعود سره لاس یو کړي او د حکومت خلاف منډې ترړې وکړي.
عبداللطیف پدرام او د برښنایې غورځنګ مشر هم راغلي وو او له مسعود یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
باور دا دی چې په افغانستان کې هر څوک له واک او دندې ګوښه شي، نو بیا ډلې ټپلې جوړوي، غواړي حکومت وننګوي او خپل عیبونه پټ کړي، په داسې حال کې چې تر پورن پورې له همدې حکومته تغذیه کېدل.
ځوانه محمدوکمال افغان :ولولی او ځیرنه د کمال ده خو هڅه کوه چی پدی ناروغۍ او سندروم باندی منتن نشی! یانی دغه رنګه خبری تر ډیره بیا کینه را زیږوی.ستا د لیکنی په ننګه او ملاتړ به دومره ولیکم: ۱ـ دضیا مسعود د ګیلوګرمانو په هکله پښتو متل چی وایی: – په پتاسو د آموخته کړم ««»» اوس د جوارو پولۍخوند نه راکوینه. او :-۲ د نورو متعصبینو اوذهنی ناروغانو د راټولیدنی اړوند پدی محلس کی: د مکار زاهد په قبر بد مستان سره ټول شوی ««»» انتقام له ژونده اخلی هدیره یی میخانه کړه. او په پآی کی ددوی کړنو اواندونو اړوند :۳ـ بیدل کیفیت خورشید را ازشبپره مپُرس ««» حقیقت نهان نیست ولی خیره نګاهان کوراند.