تاند- د افغانستان حکومت د عمران خان د پرونیو څرګندونو په اعتراض کې په کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر احضار کړ او له اسلام اباده یې خپل سفیر راوغوښت.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په اسلام اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل یې د خبرو او مشورو لپاره راغوښتی دی.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
عمران خان پرون له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وویل «د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»
ده همداراز وویل، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.
د پاکستان صدراعظم دا هم وویل چې ده تېره میاشت د قطر د پنځم پړاو تر خبرو مخکې د افغانستان د حکومت د اعتراض له کبله د طالبانو له مشرانو سره خپله کتنه لغوه کړه.
تر دې وړاندې د مارچ په ۱۶ مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړی و.
مونږ د پنجابي مشر هر ډول وړاندیزونه زمونږ د هېواد په اړه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بولو
له اتمر سره د پاکستان د استخباراتو د یوې غړې لیدلو دا وښوده چې پاکستان او د اتمر په مشرۍ انتخاباتي تیم په خپلو کې پټې اړيکې لري.
د موقت حکومت غوښتنه هم د پنجابیانو طرحه ده چې دوي غواړي خپل نفوذ په افغانستان کې د ټالیبانو ترڅنګ د اتمر په ډله کې هم تثبیت کړي.
موقت حکومت څه مانا لري؟
په لوي لاس یو جوړ ، سالم ، مترقي ، خپلواک او مشروع حکومت او د هغه د 18 کلونو لاس ته راوړنې په سیند لاهو کول.
زمونږ د زرګونو تنو شهیدشویو سربازانو په لاس ساتل شوي هېواد د پنجاب تسلیمول.
ملي اردو او ملي امنیتي قوا له تجهیزاتو سره له منځه وړل او بیا په پنجاب د کباړ په قیمت پلورل.
په افغانستان کې یو ځل بیا اخ و ډب او ګډوډي جوړول ، په هره کوڅه کې د 1370 کلونو په شان یو ملک الطوایفي حکومت جوړول او د هغوي په جنګ بوختول .
په زرګونو او ملیونونو افغانانو اړکول چې ګاوندیو او لرې هېوادونو ته مهاجرشي.
یوځل بیا زمونږ هېوادوال د پنجاب اوسيمې هېوادونو خوسا او تاریخ تېرشویو غذایي موادو ته اړ او محتاج کول.
بنا مونږ د دغه مکار پنجابي وړاندیز په کلکه ردوو. د دغه تاریخي دښمن په نرمه او مهربانه خوله نه خطاوزو.
« له موره میره هېڅکله مهربانه نه شي کېدلی. او مونږ ورته وایو چې « غم خودت را بخور که لاغر نه شوي.»
که احیانا دوي زمونږ لپاره د موقت حکومت جوړل غواړي، مونږ هم دا حق لرو چې د پاکستان مظلوم ولس ته دموکراسي وغواړو .
محکومو پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او کشمیریانو ته خپلواکي وغواړو .
افغان ولس ته پکار ده چې د پنجاب مستبد دولت د غوښتنو پرخلاف سره متحد او د خپل محبوب ولسمشر ملاتړ وکړي.
باید هغه مشران چې د پردو په اشارو نڅا کوی رد کړای شی د اشرف غنی چې د سیمې هېوادونه ترې وېره لری ملاتړ وشی لکه څرنګه
چې چین، روسیې خپل ولسمشران چې د هېواد ګټو ته ژمن وو په قانون کې د تعدیل راوستو سره د تل لپاره ولسمشر تاید کړل باید بهرنیو تجربو ته په کتو خپل ولسمشر غنی بابا چې یوه علمی هستی ده حمایه کړو. ترڅو چې مونږ ټول هېوادوال په خپله د هېواد په ساتنه کې د خپلو سربازانو ملا ونه تړو دغه طالب غلامان به مو تل تر تله زوروی. باید تړون وکړو او هیڅ طالب ته اجازه ورنکړو تر څو مو د کلی له لارې څخه تیر شی.
ولې فکیستان مونږ ته موقت حکومت پېرزو کوي ؟
فکیستان یوځل د موقت حکومت خوند لیدلی او خوله یې لا تراوسه خوږه ده. زمونږ ملي دولت له منځه لاړ، سل کلنه مجهزه اردو وینجاړه شوه . یواځې د دفاع وزارت تجهیزات لکه :
700 راز راز الوتکې
4500 تانکونه
سکات توغندي وېشتونکي دستګاوي
لونا
پېچور
اوراګان
راز راز توپونه
په میلیونونو سپکې او درنې وسلې ….
چور او پر فکیستان خرڅ شول چې تراوسه د دوي د اوسپنې ویلې کولو فابریکې پرې چالانه دي. زمونږ آسونه ، د کوچیانو رمې ، د ونو ریښې ، د حیواناتو او انسانانو هډوکي ، تاریخي آثار او د موزیم ټول موجود آثار ….. فکیستان ته لاړل.
د کابل ښار په کنډواله بدل شو، په زرګونه بېکناه انسانان ووژل شو، او په زرګونه کدرونه مهاجرت ته اړکړل شو.
لنډه دا چې افغانستان د همدې موقت حکومت د مشرانو هریو صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني او ملا عمر له برکته نژدې یوه پېړۍ دتمدن له کاروانه بېرته پاته شو. نوځکه پنجابیان غواړي یو ځل بیا زمونږ هېواد کې موقت حکومت جوړ شي او بیا به مزې وي.
وایې ړوند یوځل خپله لکړه ورکوي. افغانان اوس هوښیار شوي او خپلې ګټې او تاوانونه ښه پېژني.
پنجابیان دې د خپل ځان غم وخورې. هلته د دوي په مستعمرو کې څه روان دي؟
د سند او کشمیر ستونزې د حل کړي ، د بلوڅو او پښتنو له ځورولو او وژلو د لاس واخلي.