تاند- د بې پولې خبریالانو د تازه راپور له مخې، افغانستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې تر خپلو ټولو ګاونډیانو او حتي د سیمې تر هیوادونو ښه وضعیت لري.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۲۰ ځای لري خو دا په داسي حال کې ده چې پاکستان ۱۴۷، بنګله دېش ۱۴۴، چین ۱۷۶، تاجکستان ۱۵۰، ترکیه ۱۵۱، ازبکستان ۱۶۶، سعودي عربستان ۱۶۵، ایران ۱۶۹، روسیه ۱۴۸ او د نړۍ تر ټولو د سترې ولسواکۍ کور هندوستان ۱۳۳ ځای لري.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د ۲۰۱۶ کال د راپور پر اساس فنلنډ د پر له پسې شپږم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام لري، ورپسې هالنډ او ناروې دي.

د امریکا متحد ایالتونه د مطبوعاتو د ازادۍ له نظره په نړۍ کې ۴۴ هیواد بلل شوی دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه تر ټولو بد وضعیت د سوریې او شمالي کوریا دی.

سوریه په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۷۷ او شمالي کوریا ۱۷۹ ځای لري. خو وروستی مقام اریتریا ته ورکړای شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *