تاند- د افغانستان حکومت د ملاعبدالغني برادر د خوشي کولو لپاره د پاکستان د اعلان هرکلی وکړ، ویې ویل دا اقدام به له ۱۲ کلونو وروسته په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
پاکستان د جمعې په ورځ /سپټمبر۲۰/ اعلان وکړ چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر به سبا /شنبه/ خوشي کړي او په دې ډول به د افغانستان د حکومت د اوږدې مودې غوښتنه پوره کړي.
د ولسمشر کرزي ویندوی امیل فیضي فرانس پریس اژانس ته وویل:«موږ د دې اقدام د عملي کېدو هرکلی کوو. باور لرو چې دا کار به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.»
ښاغلي فیضي همداراز وویل:«دا هغه څه دي چې موږ یې له اوږدې مودې غوښتنه کوله. همدا مسله پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر په اجنډا کې شامله وه، نو موږ پرې خوښ یو.»
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ملابرادر به، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال په پاکستان کې نیول شوی و، د دې لپاره خوشي کړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیر سره مرسته وکړي.
رویټرز خبري اژانس ته یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي چې ملابرادر به د سولې د پروسې لپاره غالباً سعودي عربستان یا ترکیې ته ولېږل شي خو د پاکستان د حکومت چارواکو دا خبره تایید نه کړه.
ملابرادر یو وخت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر ټولو نژدې او د اعتماد وړ کس و او د برادر لقب هم ملا عمر ورکړی و.
ویل کېږي چې نوموړی د پاکستان له لوري په دې خاطر ونیول شو چې د افغانستان له حکومت او ملګروملتو سره یې پټ تماسونه نیولي ول.
ملا برادر په ۲۰۱۰ کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو. آی ایس آی د ملابرادر د نیولو په عملیاتو کې د سي آی اې مامورین هم ورګډ کړي ول څو هغوی ته وښيي چې پاکستان د طالبانو خلاف دی او هغوی ته یې پناه نه ده ورکړې. خو آی ایس آی د سي آی اې مامورینو ته اجازه ورنه کړه چې له ملابرادر څخه په تحقیقاتو کې حاضر وي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې ملابرادر حتي تر نیول کېدو مخکې په دې مشهور و چې منطقي او پراګمتیک کس دی او د افغان چارواکو په وینا له کابل سره د خبرو لپاره یې تماسونه نیولي ول.