دا د هغې مرکې ژباړه ده چې په استرالیا کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو ماهر ډاکتر احسان الله آذري ستانیزي د استرالیا له سکای نیوز تلویزیون سره کړې ده.
پوښتنه: په افغانستان کې له نوي مشرتابه څخه د سیاسي ثبات لپاره کومې هیلې کېدای شي.
ځواب: له نوي زعامت سره په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خلکو نوې هیلې یو طبیعي عنصر ګڼل کېږي. ښاغلی اشرف غني احمدزی هم اقتصادي- سیاسي لوړه پوهه لري او هم د ناکامو دولتونو د بیارغونې په برخه کې عملي تخصص او نړیوال صلاحیت لري. د خپلې پوهې، تجربې او د یوه متخصص هیوادپال کاري ټیم په درلودلو سره نوی ولسمشر دا توان لري چې په افغانستان کې سیاسي ثبات او اقتصادي ودې ته لاره پرانیزي او د وینو تویېدو بهیر ودروي. خو له دې سره سره د نوي زعامت په جوړښت کې ځیني ورانوونکي عوامل هم شته چې نوی ولسمشر به خپلواک فکر او عمل ته پرې نږدي.
افغانستان اوس اوس دوه پیاوړي مشران لري. اشرف غني د کوم سیاسي ګوند او یا کومې ایدیالوژۍ استازیتوب نه کوي. د ده همکار عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي او نظار شورا مهم او فعال مشر دی، او د یوه ځانګړي سیاسي فکر او د سخت دریځې ایدیالوژۍ د پلویتوب تاریخ لري.
له دې کبله دا نوی سیاسي وصلت یو څه غیرطبیعي بڼه لري. له بلې خوا د ملي یووالي حکومت او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د یوه نوي ټاکونکي، دولتي مقام، د امریکا په وساطت، د دې هیواد د خارجه چارو د وزیر د سفرونو او د اوباما د څلوېښتو ټېلفونونو په نتیجه کې رامنځته شو.
زما په اند د دې ځواک وېش د قرارداد منطق کمزوری دی.
پوښتنه: ایا نوی حکومت به د خپل ځواک لمن پراخه کړي؟
ځواب: که چیري عبدالله او د ده ډله د زړه له کومې د غني مشرتوب ومني او له خپلو ایدیالوژیکي او سیکتریستي ګټو تېر شي، او وسله وال مخالفان په تېره بیا طالبان د افغانستان د خلاصون لپاره مثبت انعطاف خپل کړي، دا امکان شته چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د ټولو د خوښې اسلامي او ملي حکومت رامنځته شي.
د کرزي دوره له سیاسي رکود، فکري تحجر او اقتصادي او فرهنګي بربادۍ سره مخامخ وه. ملي شتمنۍ لوټ او د پیسو هغه وړیا درمندونه چې افغانستان ته راغلل، چور شول. کرزي له سره د یوه ملي مشر هیڅ ډول کرکتر نه درلود، او د خپل هیواد په باب یې یوه پاڼه ستراتیژیک فکر او نظر نه درلود.
که نوی حکومت د کرزي د دورې په ننګه او تیاره لاره روان شي، فکر نه کوم چې دا بحران وهلی هیواد به رڼا ورځ وویني.
پوښتنه: له وسله والو مخالفانو سره د نوي حکومت د جوړجاړي امکان شته؟
ځواب: که چیري نوی حکومت د تېرو ۱۳ کلونو د ترخو تجربو څخه عبرت واخلي، زما په اند له طالبانو سره د سولې امکان شته. دا د نوي حکومت په نوي فکر، نوښت، صداقت او پراخ لرلید او د طالبانو په انعطاف پوري تړلې ده. نوی حکومت د خپل کاري ټیم په مرسته کولای شي د هیواد په دننه کې نوې ټولنیزه او سیاسي محرکه قوه چې ټول خواره – واره افغاني ځواکونه سره راټول کړي، رامنځته کړي.
نوی حکومت باید هڅه وکړي څو په نړیوال مطبوعاتي سیستم کې د افغانستان لوېدلی نوم او مقام بیا راژوندی کړي.
تر اوسه په نړۍ کې داسې هېواد نشته چې هراړخيزه کړکېچونه ونه لري. هر هېواد په سياسي، اجتماعي او اقتصادي لحاظ ډير زيات مشکلات لري. د مشکل مسله د هر زعيم، لارښود او مسول هغه تاريخي مسوليت دي. چې زعيم ،خلک،او ورځني ابزار څنګه يودبل سره په يوداسې مکانيزم منسجم کړي چې د ولس پکې هراړخيزه ګټې وي اودې وخت پاتې نشي چې د من او چارک تول له هرې خوا راپيل او له وخته مخکې په هر چا ټاپه ووهل شي په هر حال موږ افغا نان خپله هېڅ نه کوو خو له بل نه دومره زياته تمه کوو چې په ډير کم وخت کې د هرکار معجزه غواړو په ټوله کې موږ ته له هرڅه خپلې ګټې او غوښتنې ډيرې مطرح دي او هرڅوک واېې چې زه يم
که د افغانستان اوسنئ ولس مشر د ملت اهل کار او خبير خلک، له سولې محروم او د دولت له واګو دباندې يو متعهد کلک قشر،هغه کسان چې د بن له کرغېړ نې غونډې راپه دې خوا له هرڅه بې برخې دي د افغانستان مظلوم ولس د يو بين الافغاني په کلتور او فرهنګ کې په چوکاټ کې سرا راټول نه کړي فکر کوم په ساني سره دې ټولو ستونزو ته ځواب ويل به يو ستر کاروي.که ولس مشر ديوداسې حکومت په جوړولو بريالي شو چې د ټولنې لپاره مودﻻ ولري نو په کم وخت کې به حتما يو بدلون راځي او همدغه بدلون به له ځانه سر د افغان خلکو ته ستر پيامونه له ځان سره راوړي.له بلې خوا ولس نشر بايد هير نه کړي چې زموږ ټولې فرهنګي برخې له ستر ازمېښت سره مخامخ دي او بيا رغونې ته ډير ډير ډير ضرورت لري يواځي په خبرو نه کيږي او نه کيدونکئ ده.له بده مرغه کرزي په افغانستان کې د مافيايي ډلو ټپلو لپاره کار وکړ او تر اوسه ېې په شاپورې کلک نښتي. خاين خايف است