تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي جام پایلوبه وګټله او د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته د لومړي ټیم په توګه ووت.

د ویست انډیز په وړاندې دا سیالي د شهزاد په پر له پسې څلوریزو پیل او د محمد نبي په درو سر په سر شپږو پای ته ورسېده.

ویست انډیز، چې پچه ګټلې وه، افغانستان ته ۲۰۵ منډې هدف وټاکه خو افغان لوبغاړو په نسبتاً اسانه دا هدف پوره کړ.

افغان کرکټ تیم باید اوس څه وکړي؟

One thought on “افغانستان د نړیوال جام لپاره د غوراوي د سیالیو پایلوبه وګټله”
  1. د ویست اندیز یاغربی هند منطقه او د کرکټ ټیم

    د کرکټ مینه والو او ټولو افغانانو ته د بریا له امله مبارکي ویلو ترڅنګ غواړم د ویست اندیز د کرکټ ټیم په باب تاسو ته لنډ مالومات وړاندې کړم.
    د ویست اندیز یا غربي هند منطقه د اطلس سمندر په شمال کې د کارابین په حوزه کې موقعیت لري چې له څو لویو او وړو جزیرو او هېوادونو نه لکه کوچني آنتیل ، لوی انتیل او د لوکایین مجمع الجزایر یا د ټاپوګانو له مجموعي نه تشکیل شوي دی.
    د لوېدیز هند یا ویست اندیز سیمه د فلوریدا له سیمې شروع او د کارابین او مرکزي امریکا تر مکزیک او د برمودا مثلث پورې رسیږي .
    د ویست اندیز اصطلاح له 1492 زېږدیز کال نه را پدې خوا کله چې کریستوف کولمبوس د هند د وچې ته د رسېدو لپاره سفر پیل کړ او په نتیجه کې یې د امریکا لویه وچه کشف کړه ، د اروپایانو له خوا دې سېمې ته شروع شوه ، د ویست اندیز اصلي اوسېدونکی له اروپایانو نه مخکې هلته مېشت وول.
    د شپاړسمې زېږدېزې پېړۍ په وروستیو کې فرانسوی ، انګلیسي او هالندي سوداګر په بېړیو کې هلته لاړل او د ګنیو او قند سوداګري یې پیل کړه، دوي هلته مستعمرې او نظامي اډې جوړې کړې . په زرګونو افریقایان یې په فارمونوکې د کار لپاره هلته له ځان سره یووړل چې دوي په تدریج سره له ځایی خلکو سره ګډ او مشترک نژاد یې جوړ کړ.
    د ویست اندیز په نوم کوم واحد او یا مستقل هېواد وجود نه لري اما د دوی د کرکټ ټیم د سېمې د مختلفو هېوادونو له استازونه جوړ شوي. د مثال په توګه د لاندې هېوادونو او سيمو نومونه یادولاي شو:
    لوي آنتیل ، د کمین جزیرې( د انګلستان پورې مربوطه سیمه ) ، انتي ګوا او بربادوس ، دومینیکان ، ګرینادا ، ګویانا ، جامایکا ، سنت کیتس او نېویس ، سنت لوسیا ، سنت وینست ، ګرینادینس ، ترینیداد او توباګو او یو څو نورې سيمې .
    د دوي ټیم په 1975 ، 1979 ، 2004 او 2012 نړیوالو سیالیو کې ګټونکی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *