تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي پړاو په سیالیو کې نن د عمان لوبډلې ته په پنځو ویکټونو ماتې ورکړه او دې سیالیو پنځم مقام یې خپل کړ.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچولو پریکړه یې وکړه. د عمان لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځيدو ١٢٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٢٨ منډو هدف ورکړ.
د افغان توپ اچونکو لخوا افتاب عالم، دولت ځدران او ميرويس اشرف دوه دوه او شاپور ځدراڼ يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. د افغانستان لپاره نجيب الله ځدران ٤٤، سميع الله شينوارى ٤٠ او محمد نبي عيسى خېل ٢٧ منډې جوړې کړې.