کله چې د سپتمبر له پېښې وروسته د امریکا افغانستان ته پام شو او نور متحدین یې هم په افغانستان کې د ولسوالۍ نظام جوړیدو ته وهڅول او د طالبانو ریژیم یې ړنګ کړ، افغانستان کې ډير څه بدلونونه راغلل، خو لس کاله وروسته د امریکا او ملګرو هېوادونو پام یې له افغانستان واوښت.

عمده لاملونه دا و چې افغانستان کې یو قوي حکومت نه و چې شفافه حساب ورکونه یې نړیوالو ته برابره کړی وای، له فساد سره مبارزه، جګړه کې بې ځایه لګښت، سولې پروسه اصلاحات هغه عمده ټکي و چې د وخت حکومت پکې ناکام و او مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره سیاسي او د همکارۍ اړیکې یا پرې کړې او یا یې کمرنګه کړې.

خو دا هر څه په ۲۰۱۵ او دغه راز له دې وروسته په دوه کلونو کې بیا له سره شول، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په نړۍ کې وګرځید او ټولو ته یې قناعت ورکړ چې افغانستان د نړۍ په نماینده ګۍ له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په جګړه دی او د دې جګړې قرباني یواځې افغانان دي او ګټه یې د نورو هېوادونو ده.

ولسمشر په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون ویناوال و او خپلو بیانیو سره به یې د نړۍ واکمنان حیران کړل او په منطق ولاړه بیانیه به یې داسې شوه چې د هر چا قناعت به یې حاصل کړ چې افغانستان د بهرنیانو لاسنیوي ته ضرورت لري او که دا هېواد یواځې پاتې شوی، نو سیمه او نړۍ به هم د ترهګرو له شر څخه په امان پاتې نه شي.

لکه د پاکستان سیاستمدارانو چې اعتراف وکړ، هلته ځینو پخوانیو چارواکو لکه مشرف او حنا رباني کهر اعتراف کړی و چې ولسمشر محمد اشرف غني د حامد کرزي په څېر نه دی چې هر ځل دوکه شي او یا د هر چا په هره خبره باور وکړي، ښاغلی غني یې د یوې خبرې ولسمشر یاد کړی و چې که مقابله همکاري ورسره و نه شي، هیڅ له چا سره اړیکې نه پالي.

ولسمشر په تېرو دریو کلونو کې بهرنۍ سیاست داسې مخ ته یوړ چې ټول ورته ګوته په غاښ دي، ان د ولسمشر په کور دننه هغه سیاسیون چې له ښاغلي غني سره عقده یې سیاست کوي، هغوی هم اعتراف کړی چې حکومت بهرني سیاست کې بریالی دی.

ولسمشر غني لوی کار دا وکړ چې په افغانستان کې یې د سیمې هېوادونو ګډې پروژې رامنځ ته کړې، دا کار یې د دې لپاره وکړ، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې بې ثباتي غواړي، بیا د خپلو پروژو د امنیت خوندي کولو لپاره افغانستان کې د ثبات لپاره کار کوي، ځکه اړ دي چې قیمتي پروژې یې بشپړې او امنیت یې خوندي شي.

ولسمشر په بهرني سیاست کې بل لوی کار دا وکړ چې د ترهګرو په اصلي سرچینې پسې یې بډې ووهلې چې څنګه کیدای شي نړیوال په دې قانع کړي چې د ترهګرو ملاتړي او روزونکي باید تر فشار لاندې ونیول شي چې افغانستان کې ترهګري له منځه لاړه شي.

ولسمشر په دې پوه و چې د ترهګرو په وژلو ترهګر نه ختمیږي، که ختمیدلی، نو په تېرو کلونو کې زرګونه ترهګر وژل شوي، خو له وژل کیدو سره کم شوي نه دي او زیات شوي دي.

ولسمشر د سیمې او نړۍ هېوادونو کې وګرځید او یو ـ یو هېواد ته یې قناعت ورکړ چې د افغانستان د جګړې بعدونه بهرني دي او د افغانستان له پولو د باندې د ترهګرو لپاره امکانات برابریږي او بیا په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جګړې ته اماده کیږي.

د ناټو په هره غونډه کې افغانستان د سرټکی وي، همدا تېره ورځ د مونیخ په کنفرانس کې د کنفرانس ګډونوالو د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې افغانستان کې ترهګري هغه وخت له منځه تللی شي چې هېوادونه ګډه ريښتنې همکاري وکړي.

دغه راز په ایران کې د هند او ایران ولسمشرانو هم په دې تړاو خبرې کړي چې دواړه هېوادونه به د افغانستان د ثبات لپاره کار کوي او د افغانستان ثبات د هند او ایران په ګټه دی.

له دې څو ورځې وړاندې د بلجیم په مرکز بروکسل کې هم د ناټو غړو هېوادونو په غونډه کې د دفاع وزیرانو ژمنه کړې وه چې افغانستان کې به د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې لپاره روزونکي لیږي او ترهغې به د افغان ځواکونو او افغان حکومت ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي تللی.

نو د افغانستان بهرنۍ سیاست افغانان په راتلونکي باوري کوي او دا سیاست د ترهګرو او د ترهګرو ملاتړ هېوادونو د انتحار لپاره ډیزاین شوی او انشاءالله هغه ورځ رارسیدونکې ده چې افغانستان به د ترهګرو له غمه خلاص شي او یو باثبات افغانستان کې به ټول ورونه قومونه د ارام سا واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *