تاند- افغان چارواکي وايي چې افغانستان د هوا له لارې بېلابېلو هیوادونو ته د ۵۶ ملیون ډالرو په ارزښت مال صادر کړی دی.
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت د دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا وویل چې دا تجارتي مال په څه کم یو کال کې د نویو پرانیستل شویو هوايي دهلیزونو له لارې صادر شوی دی.
د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو له بیا بیا بندېدو وروسته افغانستان نه یوازې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره مځکنۍ ترانزیتي لارې لا فعالې کړې؛ بلکې له هند، ترکیې، سعودي عربستان او څو نورو هیوادونو سره یې هوايي کوریدورونه (دهلېزونه) پرانیستل.
ښاغلي رسا وویل، دا سوداګري مالونه د کابل او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۱۶۹ الوتنو کې بهر ته لېږل شوي دي.
د رسا په وینا د کابل او کندهار له هوايي ډګرونو څخه د هند نوي ډیلي او مومبي او همداراز قزاقستان، ترکیې او سعودي عربستان ته د ۵۶ ملیون ډالرو سوداګري مال صادر شوی دی.
رسا وايي چې د ورته هوايي کوریدورونو د پرانیستلو لپاره له متحده عربي اماراتو، چین او د هند له نورو ښارونو سره هم د تفاهم یادښتونه لاسلیک شوي دي.
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت د دفتر د عامه اړیکو مسوول دا هم وايي چې د هیواد د اقتصاد عالي شورا د صنعتي پارکونو پالیسي تصویب کړې او دې کار په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۳ صنعتي پارکونو جوړېدو ته لار هواره کړې ده.
ښاغلی رسا وايي چې په دغو پارکونو کې به ژر لږترلږه ۱۶ فابریکې جوړې شي.