تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا پر کونړ ولایت د پاکستان توغندويي حملې په کلکه وغندلې، او اعلان یې وکړ چې د دغو حملو په اعتراض کې به د افغانستان د امنیتي ځواکونو تورنجنرالان د اسلام اباد په غونډه کې ګډون ونه کړي.

د ملي امنیت شورا ویلي چې د دغو حملو هدف د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو له ګډوډولو پرته بل څه نه شي کېدای.

د پاکستان پوځ په تېرو لسو ورځو کې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو تر۱۰۰۰ زیات توغندي ویشتي او د جمعې په سهار یې هوايي بمباري هم وکړه.

نن او پرون هم د کونړ پر شیګل او دانګام ولسوالیو د پاکستان له لوري په لسګونو توغندي ویشتل شوي دي.

د ملي امنیت شورا له باندنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې له دیپلوماتیکو لارو د افغانستان ژوره اندېښنه د پاکستان حکومت ته اعلان کړي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر د احتجاج په دود احضار کړ او هغه ته یې وویل چې له افغانستانه شاوخوا ۲۰۰ وسله وال د پاکستان لور ته وراوښتي او د پوځ پر یوې پوستې د برید په ترڅ کې یې یو پوځي وژلی او دوه نور ژوبل کړي دي.

د افغانستان د وزیرانو شورا په خپله غونډه کې، چې نن /یکشنبه/ د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، پر امریکا هم نیوکه کړې، ویلي یې دي چې د پاکستان د بریدونو په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت نه غبرګون د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو په سند کې د ذکر شویو ټکو خلاف ده چې پر اساس یې امریکا ځان د افغانستان پر هوايي او مځکني حریم د بهرنیو هیوادونو د تېري په وړاندې د افغانستان دفاع ته ژمن بللی دی.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا دې په دې برخه کې د افغانستان له سختې اندېښنې د امریکا متحد ایالتونه خبر کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د پاکستان د حملو په اعتراض کې به د افغانستان د ملي اردو تورنجنرالان د جون په څلورمه /راتلونکې چهارشنبه/ د اسلام اباد په غونډه کې ګډون نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په وزیرستان کې د تروریزم په نوم د ملکي خلکو پر کورونو حملې د نه منلو وبللې او اعلان یې وکړ چې هغه کورنۍ به په پرانستې غېږ ومني چې د پاکستان د پوځ د حملو له کبله د ډیورند کرښې دې خوا ته رااوړي.

د ملي امنیت شورا همداراز ویلي چې د وزیرستان بې ځایه شویو ته به بشري مرستې ورکړي.

د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ د بې رحمانه حملو له کبله له بې ځایه شویو خلکو وغوښتل چې د خپل دین او ایمان د ساتنې لپاره د پاکستان د حکومت له لوري جوړو شویو کمپونو ته لاړ نه شي او د دې پر ځای افغانستان ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *