تاند- د پاکستان له پر له پسې توغندويي بریدونو او د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو د شتون په باب د اسنادو له ترلاسه کېدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان د حکومت احتجاجلیک یې وروسپاره.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني نن خبریالانو ته وویل، د پاکستان سفیر د دې لپاره احضار او اعتراض وروسپارل شو چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د طالبانو په منځ کې د پاکستاني پوځیانو حضور ثابت شو او له بلې خوا پر کونړ ولایت د پاکستان توغندويي بریدونه زیات شوي دي.
پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کې د ملي امنیتي اورګانونو له لوري اسناد او شواهد وړاندې شول چې د طالبانو په منځ کې د پاکستاني پوځیانو او پوځي سلاکارانو د شمېر زیاتوالی ښيي.
په غونډه کې وویل شول د پاکستان پوځ د دوو هیوادونو ترمنځ د مخکینیو موافقو، د نړیوالو قوانینو او اصولو او د ښه ګاونډیتوب د ارزښتونو خلاف د ورانکارو فعالیتونو د زیاتولو او د تروریزم د ملاتړ ترڅنګ په وروستیو څو ورځو کې د کونړ ولایت پر دانګام او شیګل ولسوالیو د توپونو او راکټونو حملې زیاتې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي مستغني وویل، که د پاکستان توغندويي بریدونه ونه درول شول، د افغانستان حکومت به د ځوابي حملو په ګډون له هر انتخابه کار واخلي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل، د ننګرهار ولایت پر حصارک ولسوالۍ د شاوخوا زرو کورنیو او بهرنیو طالبانو بریدونه د پاکستاني سلاکارانو په مرسته تنظیم شوي وو.
د ننګرهار ولایت د حصارک په وروستیو حملو کې ۱۳۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګني پاکستاني طالبان د حملو لپاره د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوړي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې دوه ځلي په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او احتجاج یې پرې وکړ.
د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ چې د پاکستان حملې به بې ځوابه پرېنږدي
نور به افغانی طالبان بی غیرته وی چه دپاکستان ملاتړ کوی او دافغانستان حکومت به ترهفه زیات بی غیرت وی چه حمله نه پری کوی
دپاکستان حکومت دافغانستان خلکو سره لوبی شروع کړی،اما دوی دا فکر ندی کړی چی افغان ولس او حکومت په هغه 23 کاله وړاندی وضعيت او حالت کی ندی چی پنجابی جنرالانو زموږ په ارګ حکمرانی کوله ،چی زموږ ملی دارایی لوټ کړه،ملی شخصيتونه يي ترور کړه چی په ډير خواشينی سره سره، دالړی اوس هم دوام لری ،پاکستان بايد اوس دافغانستان په وړاندی خپل دريځ ته بدلون ورکړی نور دی زموږ خلک ،ميندی ،خويندی اوپيغلی په وير نه کشينه وی، زموږ خلکوکه دخپل قهر څخه کار واخيست نو بيا به دپاکستان اونړی لپاره ددی مهارکول کوم اسانه کار نوی ،دهری توری شپی پسی ورځ راتلونکی ده.زما دپاکستان دحکومت اوخلکو څخه داهيله ده چی زموږ خلکو سره دی ديوه نيک همسايه په توګه ژوند وکړی نه ديو دښمن په څير زموږلر او بر پښتانه ديو بل سره ډيری ګډی هم خوالی لری نو پدی بايد پاکستان دنيغ په نيغ جګړی څخه زموږپه وړاندی لاس وخلی.البته دازموږ دټولو خلکو ارزو دی . د محترم احمدزی په مشری او سمه لار ښونه ديو مقتدر، لوی اوسمسور افغانستان په لور.
فکر دی وکړی چه هرښارکی افغانان شته اوهر افغان داسی حالت دخدایه غواړی چی یوه پلا قومانده ورکړه شی خو دافغانستان حکومت ته دا ډاډ ورکوم ږغ یی ستا دخوا او ورتګ یی زموږ نور ته راته کښینه داسلام ابادمرکز یی ددرو ورځو په جریان کی راسه وغواړه دی به ډیر بی وقوفه وی دکراچی ښار دافغانانو ډک دی مکمل اسلحه دار دلاهورښار دافغانانو دی کویټه وپیښور خو لا پخوا افغانستان وو یعنی نن چی دا جنګ شروع شی ایا تاسی څه فکر کوی چی لس کلن او ۹۰کلن به پاته شی زه دا درته و ایم یو څای مو کار کوی روزانه والا ډیر وو دا بحث یاد شو دی ټولو کاریګرانو دا وویل تر داسی اندازی ویل یی چی اولاد مو دلوږی مری لا به بیلچه غورځوو او دی جنګ ته به څو ورته ووایه چی ستا دپوځی مرکزونو ترڅنګ افغانان شته که یا دا هغه افغانان دی چی نه دکور پر واشته نه دمرګ او نه دټپ ته هم خوږ سه بد وړی اوهم دمرګ سه نه کور لری نه کوټی اونه هم په خرابیدو خوابدیږی فکر دی شته که یا ته وښوراوه ویښ دی که بیده
تاسو ته د برښنا لیک په استولو کې ستونڅې لرو. لطفآ مونږ ته لرښوونهوکړﺉ
نوره حوصله کول بی غیرتی ده که دولت حوصله کوی بی غیرتی کوی که ملت حوصله کوی بی غیرتی کوی کورونه او بنګلی مو په تو غندیو ورانیږی تور سری -ماشومان بی کور کیږی پت او عزت مو خرابیږی داحوصله نده دا مطلق بی غیرتی ده نوره وار رارسیدلی چه تر اسلام اباد پوری چور او لوټ شی .