تاند- د افغانستان سرحدي ځواکونو پر کونړ د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ په ځواب راکټي بریدونه کړي او د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حمله وغندله.
پاکستاني الوتکو پرون (چهارشنبه) هم د کونړ ولایت د دانګام ولسوالي پر شهیداني سر کلي څلور بمونه وغورځول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم سرغړونه غندلې او دا کار یې د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف بللی دی.
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم سبا افغانستان ته راشي.
د کونړ د دانګام اوسېدونکي وايي چې د پاکستان د پوځ هیلي کوپترونو د پر له پسې دوهمې ورځې په مخه د دوی پر کلیو د توپونو او راکټونو حملې کړي دي.
دوی وايي چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د ډیورنډ له پورې غاړې څخه پرې د درنو وسلو ډزې کېږي چې له کبله یې یو شمېر کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې پاکستاني څرخکې یو ساعت د افغانستان په هوايي حریم کې ګرځېدې او د درنو وسلو ګولۍ یې ویشتې، د افغانستان له لوري ځوابي اقدام ونه شو.
دوی د پاکستاني هیلي کوپترو شمېر له ۴ تر ۵ ښيي.
خو د کونړ چارواکي وايي چې سرحدي ځواکونو د پاکستان د راکټي بریدونو په ځواب کې راکټي بریدونه کړي دي.
this is policy of pakistan/in the first the villages near to border make empety from peoples,and after bring absorvation post to the front line,
this game from 25 years fallow by pakistan.thank you