تاند- په کابل کې د پاکستان سفیر نن /شنبه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو څو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ د وروستیو حملو په وړاندې اعتراض ورته څرګند شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د پاکستان له سفیر ابرارحسین څخه پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځیانو د حملو په اړه توضیح وغوښته.
پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې لږترلږه ۲ تنه شهیدان شوي، یو شمېر ټپیان شوي او په سلګونو کورونه کډه کولو ته اړ شوي دي.
ښاغلي کرزي د پاکستان سفیر ته وویل چې په خپله خاوره کې د مېشتو تروریستانو خلاف، چې افغانستان ته اوړي، اقدام وکړي.
ده د پاکستان له لوري په یو اړخیز ډول د تورخم او چمن د لارو پر بندېدو هم اندېښنه ښکاره کړه
پاکستان د سند ایالت د لال شهباز قلندر د زیارت له انتحاري حملې وروسته لومړی د تورحم او وروسته د چمن لاره بنده کړه.
همداراز یې د ننګرهار او کونړ پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو ړندې حملې وکړې.
یهود چې په مستۍ راشي، زور ئې له فلسطینه خیژي او پوکستان چې کله له خپله پلاره(امریکې) د څه تمه ولري، بیا نو افغان ولس ته ځان په پیریانو ونیسي۰ دغه د ملاوټ اسلام، د ترهګرو زږنتون دې رب تعالی د کابل په سیند لاهو او د هند په ګنګاــ جمنا ئې د ورګډ کړي چې نورهم ګندستان ترې جوړ شي۰
پوکستان په نړۍ کې لمړنئ هیواد دۍ چې د امریکې په مرییتوب اولاسپوڅۍ ئې هسکه توره غاړه نیولې۰
د هغې ورخې په هیله چې دا بادکي پونجچینجیان ــ پونجاپیان تور مخونه د ګنګا په سیند کې پټ شي۰