د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپل افغان سيال اشرف غني ته د ليدني پرمهال يادونه وکړه، چي تر راتلونکي کال (۲۰۱۶) به په افغانستان کي نږدې لس زره امريکايي عسکر پرېږدي، په داسي حال کي، چي بايد د روان کال (۲۰۱۵ ) تر وروستيو مياشتو پوري له افغانستان څخه د نهه زره اته سوه امريکايي عسکرو پرځای يوازي پنځه سوه سرتيري پاته سوي وای.
له دې ښکاري، چي امريکايان لا په جګړه نه دي ماړه سوي او لا يوکال نور هم جګړه اوږدوي، ځکه موږ تجربه لرو، په کومه سيمه کي، چي به خارجي ځواکونه د امنيت په نامه پراته وو، هلته به ترهغو سيمو، چي يوازي افغان ځواکونه ميشت وو، ناامني زياته وه، د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي، چي اوسمهال افغانان او افغانستان د نړېوالو، چي په سرکي يې امريکا ده پوځيانو ته نه ،بلکي ددوی اخلاص ته اړتيا لري.
داخبره تاريخ ثابته کړې ده، په هر پړاو کي، چي دلته نړېوال ځواکونه په هره پلمه راغلي موږ ته يې تر ګټي ډېر تاوانونه رارسولي دي، اوس افغانان غواړي، چي په دغسي شرايطو کي ددوی د اقتصادي پياوړتيا د پايښت لپاره په اخلاص کار وسي.
ځيني شننونکي په دې اند دي او وايي هغه پوځيان، چي د افغانانو ساتنه او امنيت نه سي ټينګولای، نو پاته کېدل يې هم چندان ګټه نه لري، په کار داده، چي ددغو پوځيانو د يوکال لګښت افغانستان ته ورکړي ، چي د افغان متقاعد صاحبمنصبانو حق په اداء کړل سي، ځکه په دې وروستيو کي متقاعد صاحب منصبان په هر ولايت کي د خپلو تقاعدويو له ځنډ څخه شکايتونه کوي او له دولت څخه د خپل حق د غوښتلو لپاره ان لاريونونو ته هم چمتو سوي دي.
که د امريکا سياسي مشران په رښتيا غواړي، چي له افغانانو سره دوستي ټينګه کړي، نو په اخلاص او صداقت دي، د جګړې لوری بدل او دلته دي په يو او بل نامه د جګړو لړۍ ته دوام نه ورکوي، ځکه په روانه جګړه کي ترهرچا عامو افغانانو سخت تاوان ليدلی او لا د تاوانونو لړۍ نه ده شکېدلې.
افغانان اول د خدای بيا د نړيوالي ټولني، خپلو مشرانو او خوابدي وروڼو څخه يوازي او يوازي د سولي هيله کوي، ځکه په سيمه کي افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی، چي د روانو تپل سويو خپلمنځي او يرغلګرو سره جګړو ډېر ځپلی او د يوې ګونۍ اوړو لپاره ګاونډيو هيوادونو ته اړ دي.
که دا يوه ورځ د ګاونډيو هيوادونو سرحدونه وتړل سي،نو ورسره سم د ټولو خوراکي او غيري خوراکي توکو بيې اسمان ته پورته کېږي، داځکه چي زموږ هيواد يوازي هغه مصرفي هيواد دی، چي توليديې په هيڅ حساب دی.
د امريکا سياسي واکداران که په رښتيا غواړي، چي د افغانانو لاسنيوی وکړي، نو يوازي په چکچکو يې سر نه سره ورځي او نه هم د خپلو پوځي اډو د شتون په خاطر په کانګرس کي اشرف غني ته ولاړېدل او کښېناستل مهم دي، بلکي دا وخت افغانان او نړېدل افغانستان ترهرڅه لومړی دوو شيانو ته، چي ( سوله او اقتصاد) دي سخته اړتيا لري.
که په رښتيا افغانان له دې تپل سوي جګړې خلاص او وروسته يې په پوره صداقت د اقتصادي پياوړتيا لپاره لاسونه متحد سي، نو د افغانانو ترڅنګ به ګاونډيان، سيمه او نړېوال هم ارام خوب وکړي، کنه نو پرټولو ارام خوب او خوراک حرام او هيځ امکان نه لري.
د اړیکو نوی باب
نوموړي امریکا ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي باب پرانیستل وبلل، چې په وینا یې د امریکا دولت له کانګرس سره کار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره مناسبه بودیجه برابره کړي.