تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو کې د کینیا له ملي لوبډلې سره دوهمه او خورا مهمه مسابقه لري.

د نړۍ ګڼو رسنیو د افغانستان او کینیا دا مسابقه، په ځانګړي ډول د افغانستان د ټول سپورتي تاریخ لپاره خورا مهمه بللې ده.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په یوه تبصره کې، چې سرلیک یې دی«افغانستان له نړیوال کپ څخه یو ګام وروسته» لیکلي چې افغانستان په خپل ټول سپورتي تاریخ کې د خپلې بریا په درشل کې دی.

2دا ورځپاڼه لیکي: که افغانستان نن /جمعه/ بیا په نړیواله یو ورځنۍ مسابقه کې کینیا ته ماتې ورکړي، د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته به لار ومومي.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ اتلانو کینیا ته تاریخي ماتې ورکړه. کینیا هغه ټیم دی چې یوه لسیزه پخوا یې د نړیوال کپ خوبونه لیدل خو تر نیمه پایلوبې پوري رسېدلی و.

د افغانستان د کرکټ لوبډله یوازې ۱۲ کاله پخوا د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري وپېژندل شوه. خو په دې موده کې په افغانستان کې هیڅ نړیواله مسابقه په دې خاطر نه ده شوې چې افغانستان امن هیواد نه بلل کېږي خو بیا هم د دغه هیواد د کرکټ لوبډله په حیرانوونکي ډول مخکې تللې او په خپل هیواد کې یې د کرکټ مینه وال زیات کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ ویبپاڼه دوه ځلې له کاره ولوېده ځکه چې د لیدونکو شمېر زیات و او هغوی غوښتل چې د کینیا په وړاندې د مسابقې له وروستي حاله خبر شي.

د افغانستان د کرکټ لوبډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال د شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته بریالی شو خو د پنځوس اوریزو نړیوال کپ خورا مهم دی او د افغانستان حیثیت ته زیات اهمیت لري.

د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي د روانې اوونۍ په پیل کې وویل:«زما ارزو ده چې د نړیوال کپ په سیالیو کې ولوبېږم. زما هیله به هاله پوره شي چې له نیوزیلنډ او استرالیا سره په مسابقې کې مخامخ شم.»

خو که نن /جمعه/ افغانستان وبایلله، د متحده عربي اماراتو بخت به بېداره شي. متحده عربي امارات به د نړیوال کپ سیالیو ته ووځي خو افغانستان ته به یو بل چانس هم پاتې شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی یا کوچ کبیرخان وایي چې افغانستان غواړي چې له لنډې او چټکې لارې نړیوالو اتلولیو ته ورسېږي.

2 thoughts on “افغانستان د کرکټ د نړیوالو اتلولیو په درشل کې دی”
  1. Afghan Lions will win the match of 4-oct-2013 from Kenya and inshallah on behave of Afghan nations worship and praying they will play in 2015 world cup.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *