افغانستان چې د آسيا په کچه د کرکټ هر اړخيزو پرمختيايي فعاليتونو او په دغه لوبه کې د ځوانانو پراخې ونډې له کبله مخکښ هېواد ګڼل کیږي، په همدغه دوه ډګروپونو کې د کرکټ نړيوالې شورا جايزو ته نوماند شوى دى.
په دې وروستیو کې افغانستان د کرکټ په برخه کې په نړیواله کچه پراخه پرمختګ وکړ، دريېو نړیوالو جامونو ته يې لاره پيدا کړه او د کرکټ نړيوالې شورا په چوکاټ کې يې د دوهمې درجې غړيتوب تر لاسه کړ.
له همدې کبله د افغانستان کرکټ د آسیا په کچه د هراړخيزو پرمختیایي فعالیتونو او په دغه لوبه کې د ځوانانو پراخې ونډې له کبله د کرکټ نړیوالې شورا جایزې ته نوماند شو.
په نړیواله کچه دغه ستر پړاو ته رسيدل ستر وخت ته اړتیا لري چې په هره کچه نه ستړي کېدونکي هلې ځلې او غوره مدیریت یې ستر لاملونه دي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هیوادوالو ته ددغه ستر زیري مبارکي ورکوي او زياتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د لوی خدای ج په نصرت، د افغان اولس دعاګانو او خپلو هلو ځلو پر مټ دغه ستر ویاړ ترلاسه کړي.
حدای تعالی دی نور هم توفیق درکړی چه کرکټ ته نور هم حدمت وکړي