تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: افغانستان د کورونا پر وړاندې مبارزه کې د نړۍ په کچه بې وزله هېوادونو کې حساب دی چې له کبله یې ورته ګڼو نړیوالو بنسټونو او هیوادونو د مرستې لاس راګرځولی دی تر څو د کورونا پر ضد مؤثره مبارزه وکړي، خو دا هیواد لا هم د طبي وسایلو له کمښت سره مخ دی.

همدا راز افغانستان تر اوسه د کورونا د خپرېدو اوج ته نه دی رسېدلی، خو ۳ میلیارده افغانۍ یې ولایتونو ته استولې دي چې په ګڼو مواردو کې د پیسو د غلا کېدو شکونه شته.

افغان حکومت خپله بودیجه هم مصرفوي خو تر ټولو مهمه یې دا ده چې معلومه شي نړیوالو بنسټونو او هېوادونو تر اوسه له افغانستان سره څومره مرسته کړې ده.

نړیوال بانک د اپریل په ۱۲مه افغانستان ته د ۱۰۴ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه او له دې جملې یې د اپریل په ۲۰مه، ۲۰ میلیونه ډالر تسلیم هم کړل.

 نړیوال بانک بیا تر اوسه له افغانستان سره د کورونا پر ضد مبارزې لپاره ۴۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

 امریکا ویلي، چې دوی به افغانستان ته ۱۸ میلیونه ډالر د کورونا پر ضد مبارزه کې ورکړي او اروپايي ټولنې بیا د ۱۱۷ میلیونه یورو ژمنه کړې ده.

 چین چې د کورونا ځاله بلل کېږي تر اوسه یې افغانستان ته دوه محمولې طبي مرستې رارسولې دي.

همداراز د پيسو نړیوال صندوق ۲۵ بېوزله هيوادونو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې چې افغانستان ته به هم په کې خپله برخه ورکړل شي.

 خو افغانستان د کورونا له اقتصادي تاوان څخه هم خوندي نه دی او دا مهال په کې د توکو بیې خورا لوړې شوې دي چې د ملګرو ملتونو اندېښنې یې د لوږې په اړه زیاتې کړې دي.

 په دې لړ کې هند افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو د ورکړې ژمنه کړې چې له دې منځه یې ۵۲۰۰ ټنه رارسېدلې دي.

هند همداراز افغانستان ته ۵ سوه زره هایدروکسي کلوروکوین او ۱۰۰ زره پاراسټامول ګولۍ هم رالېږلې دي.

همدا راز د اپریل په لومړیو کې ازبکستان هم افغانستان ته ۳۰۰ ټنه غنم، ۱۵۰ ټنه وریجې، ۵۰ ټنه بوره، ۵۰ ټنه غوړي او ۵۰ ټنه صابون ورکړ.

 په دې سربېره عربي اماراتو هم افغانستان ته د کورونا د تشخیص ۵۰ زره کیټونه ورکوي چې نیمايي یې ورکړي او نور به راتلونکي کې راولېږل شي.

  خو په دې هر څه سربېره افغانستان د طبي وسایلو له کمبود سره لاس و ګرېوان دی چې په دې لړکې یې له جرمني څخه د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وینټیلاټورونه اخلي، همداراز تېره ورځ هم ولسمشر د ۵۰۰ وینټیلاټورونو د اخیستلو منظوري ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *