تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د هیواد د ښوونځیو او پوهنتونونو رهبري د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر د ټولو علمي او ښوونیزو بنسټونو د تړلو په اړه سلا مشورې کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه د حمل په لومړۍ نېټه پرانیستل شي، خو اوس ویل کېږي چې شاید د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي وغځول شي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه تاند ته وايي، د وضعیت د څېړنې لپاره یې وزارت له عامې روغتیا وزارت سره ګډه کمېټه جوړه کړې ده او که وضعیت ډېر وخیم شو، د پوهنې وزارت چمتو دی چې د ګرمسېرو ښوونځیو شاګردان رخصت کړي او د سردسېرو سیمو د ښوونځیو رخصتي وغځوي: (( موږ تر اوسه په هرات او نیمروز کې ښوونځي رخصت کړي دي، خو د نورو په اړه مو نهايي تصمیم لا نه دی نیولی. همدا راز مو په ګرمسېرو ښوونځیو کې یو درسي ساعت د کورونا په اړه پوهاوي ته ځانګړی کړی دی.))

نوموړې وايي، سر له نن ورځې به په ولایتونو کې د ښوونځیو مدیرانو او بدني روزنې ریاستونو لپاره د کورونا په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه هم پيل شي، خو په وینا یې د ښوونځیو رخصتي به د معارف تلویزویون څخه اعلانوي.

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان هم وايي، وزارت یې هڅه کوي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت اعلان کړي: (( کورونا ویروس په عامه ځایونو کې ژر خپرېږي، پوهنتونونه هم ترې استثنا نه دي، نو ځکه موږ هم سلا مشورې پیل کړې دي، خو یو نهايي تصمیم ته نه یوو رسېدلی، د اوونۍ تر پایه به مو پریکړه معلومه شي))

دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس په ګاونډي ایران کې زیاته وده کړې ده او په دغه هیواد کې تر اوسه ۵۰۰ کسان له یاد ویروس څخه مړه شوي دي.

کورونا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۱۴ هیوادونو کې خپور شوی دی او د روغتیا نړیوال سازمان هم دا ناروغي یوه نړیواله وبا بللې ده چې تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم درمل نه دي پیدا شوي.

افغانستان کې تر دې دمه د کورونا ۱۷۰ مشکوکې او ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې حکومت د نوروز جشن او د دهقان میله لغوه کړې ده.
همدا راز ولسمشر امر کړی دی چې ۲۵ میلیونه ډالر دې له ملي خزانې څخه د کورونا د مخنیوي لپاره ځانګړي شي او چین هم ویلي چې له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره مرستې ته چمتو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *