تاند (یکشنبه، د حوت ۳) د افغانستان حکومت د کورونا ویروسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په موقتي ډول له ایران سره هرراز هوايي او مځکنی تګ راتګ منع کړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کورونا ویروسو د خپرېدا د مخنیوي او د دې لپاره چې په دې برخه کې له اړوندو وزارتونو سره د همږغۍ لپار د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې له نورو هیوادونو څخه د کورونا ویروسو د راتګ د مخنیوي لپاره دې له ایران او پاکستان څخه د هګیو، چرګانو او د چرګانو د غوښې واردات ودرول شي.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې تراوسه پورې په افغانستان کې په کورونا ویروسو د چا د اخته کېدو هیڅ قضیه ثبت شوې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې سپوتنیک اژانس نن په یوه راپور کې ادعا وکړه چې په هرات کې د کورونا دوې قضیې ثبت شوي دي. سپوتنیک تر دې وړاندې هم ځینې داسې راپورونه خپاره کړي چې وروسته تایید شوي نه دي.
په ایران کې تراوسه پورې ۶ تنه په کورونا مړه شوي او لسګونه نور په دې ویروسو اخته شوي دي.
د ایران په پلازمېنه او یو شمېر ښارونو کې ښوونځي، پوهنتونونه، سینماګانې او تفریحي ځایونه تړل شوي دي.
په ایران کې د دې ناروغۍ خپرېدو اندېښنه پیدا کړې چې ممکن له هغه ځایه دا ویروس افغانستان ته هم راشي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په مرکز او ولایتونو کې د همږغۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړي کمېټې ایجاد او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هیواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.
همداراز د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې چې د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.