تاند، سه شنبه، د ثور دویمه: د مالیې وزارت وايي، افغانستان دا مهال له کورونا سره د مؤثرې مبارزې لپاره له ۲۰ تر ۳۰ میلیارده افغانیو پورې پیسو ته اړتیا لري، تر څو پرې د کورونا له کبله خپل زیانونه جبران کړي.
دا په داسې حا ل کې ده چې دمګړۍ له کورنیو سرچینو څخه ۷ میلیارده او ۷۰۰ زره افغانۍ، د اسیا او نړیوال بانک لخوا ۱۴۰ میلیونه ډالر، د اروپايي ټولنې لخوا ۱۱۷ میلیونه یورو او د امریکا لخوا ۱۵ میلیونه ډالر په افغانستان کې د کورونا پر ضد مبارزې ته ځانګړي شويدي، خو د مالیې وزارت وايي، هڅه کوي چې نږدې ۳۰ میلیارده افغانیو په اندازه نورې مرستې هم راجلب کړي تر څو پرې د انکشافي بودیجې تشې برخې بیرته ډکې کړي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د نړیوالو مرستو ځینې تخنیکي سندونه لاسلیک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لومړنۍ ارزونې ښيي چې د کورونا بحران له کبله د نورې نړۍ په څېر د افغانستان اقتصادي وضعیت هم ځپلی دی.