تاند- د افغانستان حکومت نن اعلان وکړ چې په یمن کې د سعودي عربستان د مداخلې ملاتړ کوي او د «حریم شریفین د سپېڅلې خاورې» دفاع د هر مسلمان وجیبه بولي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د یمن پر حالاتو خبرې وشوې.

د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د هیوادونو او دغه راز د اردن او مصر ايتلاف په یمن کې د حوثي شیعه ګانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي او پاکستان هم غواړي چې په دغه ايتلاف کې ورګډ شي.

شقل

د ارګ په خپرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان دولت، د عالمانو سراسري شورا، روحانیونو، سیاسي او جهادي مشرانو او د ملي امنیت شورا په یوه خوله په سیمه او یمن کې د روان حالت په اړه له هراړخیزې سلامشورې وروسته په اتفاق په دې ټینګار وکړ چې په سیمه کې سوله او عمومي امنیت مهم لومړیتوب دی او پر همدې اساس له سعودي عربستان سره د ژورې تاریخي او دیني اړیکو له مخې د حریم الشریفین دفاع د هر مسلمان وجیبه بولي.

د افغانستان حکومت ویلي چې د الحرمین الشریفین له سپیڅلې خاورې څخه د دفاع لپاره د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې به په ټول قوت د سعودي عربستان د دولت او د هغه هېواد د خلکو ترڅنګ  ودریږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په اعلامیه کې د یمن په اړه ویل شوي:« د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په یمن کې د ولسواکۍ  پر اصل او د قانوني نظام پر مشروعیت باور لري او د هغه له قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي.»

سعودي عربستان وروسته له دې په یمن کې د حوثیانو پر خلاف ايتلاف جوړ کړ چې اقلیت حوثیانو په زور د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، ولسمشر یې په کور کښېناوه او ورو ورو یې د نورو ښارونو نیولو ته ملا وتړله.

اوس د یمن په دوهم مهم ښار عدن کې د حوثیانو او د پرزول شوي ولسمشر د پلویلانو ترمنځ جګړه روانه ده. سعودي عربستان د پرزول شوي ولسمشر عبد ربه هادي ملاتړ کوي.

4 thoughts on “افغانستان د یمن په قضیه کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي”
  1. د افغانستان دولت او حکومت ولسی جرګه ، مشرانو جرګه او ټول ولس دنده لری چی د دی اعلامیی په هکله خپله ایمانی او اسلامی وجیبه پرځای کړی . خصوصا د هغواشخاصو ، ګوندونو ، تلویزیونونو او نشراتو مخه ونیسی چی د حوثیانو او د هغو د ملاتړو په ګټه تبلیغات کوی.

  2. د افغانستان عام وګړی د هیچا مزدوران ندی خو دولتونه او حکومتونو ئی د هر استعماری او مستبد قدرت او هیواد مزدوری کړیده او کوی ئی. ښاغلی غنی! موږ ستا پر ایمان شک لرو او ته مَریدان راته نیسی. زموږ په سترګو کی خاوری مه را پاشه.

  3. د خلکو عقیدی دومره ضعیفه شوی دی چی خپل مسلمان ورته کافر ښکاری . هغه چی خپله مذبذبه او په عقیده کی یی کمزوری وی ، په هرڅه شک کوی ، متاسفانه دا یو بد مرض دی . مونږ چی لمونځ کوو نو مخ کعبی شریفی ته اړوو او کعبه مبارکه د سعودی عربستان په مکه معظمه کی واقع دی چی مسلمانان له هری خوا بیت الله شریف لوری ته لمونځونه کوی. که رافضیانو دا مقدس مکان ترلاسه کړ بیا به هغه هم قم ته انتقال کړی او د خپل محبوب پیغمبر پرځای به خمینی او خامنه ای ستایی.
    که د یو شخص عقیده کمزوری وی نو د نورو پنځوسو هیوادونو خلکو او مشرانو عقیدی به نه وی خرابی ، او که بیا دا ټول په غلطه لار روان وو ، پروا نه کوی ، مونږ د هم پدی لار لاړ شو.
    د سید کیان لمسی میراحمد جوینده هم د احمد ولی خبره تکراروی او محمد اکبری د شیعه ګانو په دفاع وایی چی ملی شورا زمونږ خارجی سیاست نه دی تایید کړی. قیوم سجادی په طلوع تلویزیون کی په ولسمشر اعتراض کوی او هغه ملامتوی چی ده خپل کارونه نه دی خلاص کړی ،باید وویل شی چی لا تر اوسه افغانستان د یمن د مخالفینو سره د جنګ یا نظامیانو د لیږلو اعلان نه دی کړی ، دا صرف سیاسی اعلامیه ده. کله چی سیاست مداران پوه شی چی د ترازو پله یوی خواته درنده شوی او د ایران زوال نژدی دی ، نو دوی هم هغی خواته دریږی چی درنده ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *