لوی افغانستان اونيزه
امریکا پوهېږي چې د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان دولت شرطونه د افغانستان ملي ګټې او د ولس غوښتنه ده، خو نه د دغه شرطونو د پوره کولو ژمنه کوي او نه هم پر وړاندې یې پراته خنډونه په ګوته کوي . په افغانستان کې د امریکا د موجودیت په اړه هغه شکونه اوس د افغانانو ترمنځ په رښتیا بدل شوي، چې افغانستان د نولسمې پېړۍ په څېر اوس په یویشتمه پېړۍ کې د لوېدیځ د یوې بلې سترې لوبې (Great Game) لپاره د امریکا د امپراتورانه سیاستونو بیه پرې کوي.
افغان حکومت وايي، د افغانستان روانه جګړه بېلابېل عوامل لري چې طالبان او بهرني استخبارات په کې ښکېل دي.
په کابل کې پر لبناني هوټل تر برید وروسته کابل ښار او ولایتونه د ځانمرګو او وسلوالو بریدونو تر کمین لاندې دي، چې له ملکي خلکو او تاسیساتو پرته نور څه نه په نښه کېږي.
د دغه خونړیو بریدونو او پېښو په تړاو ولسمشر کرزي تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر او د ناټو عمومي قوماندان د توضیحاتو په موخه ارګ ته ور غوښتي وو.
په دې اړه له رسنیو سره د ولسمشر د ویاند اېمل فیضي له خبرو داسې ښکارېده چې د کابل په خونړیو بریدونو کې بهرنیانو لاس درلود.
تر دې وروسته ولسمشر افغان امنيتي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د وروستيو ناامنيو په اړه څېړنه وکړي، عوامل يې معلوم کړي او امنيتي ځواکونه په خپلو کې لاښه همغږي شي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ولسمشر حامد کرزي او امریکا ترمنځ ټکر او ناندرۍ هم د هغو بې باوریو پایله ده، چې کله کرزي په افغان جګړه کې د امریکا شومې موخې درک کړې.
امریکا په افغانستان او سیمه کې کنټرول شوې لوبه او جګړه پیل کړې ده.
امریکا د هغې اوږد مهاله پروژې د تطبیق لپاره چې غواړي له افغانستانه نا امني چین او د مرکزي اسیا هېوادونو ته وغځوي، سولې ته غاړه نه ږدي او په تلپاتې کړکېچ کې خپلې ګټې ګوري.
د اوباما د ځانګړي استازي ډوبینز په خبره، که په افغانستان کې سوله راشي، نو دلته د امریکايي ځواکونو موجودیت په څه معنا ؟
د ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي تېره اونۍ رسنیو ته وویل، د افغانستان حکومت په بېلابېلو ناستو کې له امريکايي چارواکو غوښتي، چې که امريکا نه شي کولاى، د افغانستان د سولې په عملي پروسه کې مرسته وکړي، نو دا دې رسمًا اعلان کړي، چې د کومو لاملونو له امله په دغې پروسه کې مرسته نه شي کولاى؟
د فيضي په خبره، کله چې امريکا د سولې د عملي پروسې پر وړاندې پراته خنډونه دوى ته په ګوته کړي، چې يا پاکستان ورسره همکاري نه کوي او يا هم طالبانو نه غواړي، چې د سولې خبرو ته کېني او دغه خبره رسمًا اعلان کړي او په دې اړه وضاحت وشي، نو په هغه صورت کې به بيا ولسمشر د امريکا دغه خبره د افغانستان له خلکو سره شريکه کړي، ترڅو هغوى ته معلومه شي، چې څوک په افغانستان کې سوله نه غواړي.
فیضي وویل، که امريکا د سولې پروسې په عملي برخه کې له افغانستان سره مرسته نه شي کولى، دا خو کولى شي، چې د سولې پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي، چې د چا له خوا پراته دي.
نوموړي همدا راز وویل، حکومت د سولې د پروسې عملي پيل په دې خاطر غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې بهانه ختمه شي.
افغانستان د تروریزم عامل نه و، چې نړیوالو خپله جګړه د افغانستان پر خاورې متمرکزه کړه؛ بلکې په لوی لاس افغانستان د دې جګړې قرباني او وسیله وګرځېد.
امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او په افغانستان کې د سولې د راوستو مسوولیت پرغاړه لري او تر هغه چې د افغانانو دغه غوښتنې نه وي منل شوي، د تړون لاسلیک به امریکا ته د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ وړیا جواز ورکولو په معنا وي.
د حکومت ، په ځانګړې توګه د ولسمشر مسوولیت دی ترڅو ولس پر ټولو هغو ګواښونو او خطرونو وپوهوي، چې د امریکا په ګډون د ایران او پاکستان له لوري افغانستان ته متوجې دي.