د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان او ایرلینډ ته د ایف ټي پي یا فیوچر ټوور پروګرام دریځ ورکړ.
د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې له مخې افغانستان راتلونکو څلورو کلونو پورې ډیر زیات یو ورځني نړیوالې لوبې ولري.

دغه راز ددې پریکړې له مخې، افغانستان ته دا چانس شته چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته نیغ په نیغه لاره پیدا کړي.
که چیرې افغانستان تر نړیوال جام مخکې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ، نو نیغ په نیغه به لاره پیدا کوي او که چیرې ترلاسه نه کړو، نو نهم، لسم، یوولسم اودولسم مقام لرونکي هیوادونه به خپلو کې لوبې کوي او دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته لره پیدا کوي.

دغه راز افغانستان به تر دې وروسته نړیوال ته د لار موندنې لپاره د ورلډ کرکټ لیګ لوبې نه کوي، دانټرکانټینینټال کپ یواځې څلور ورځنۍ ټسټ لوبې به ترسره کوي.

د ای سی سی ددې پریکړې له مخې به افغانستان کولی شي چې له فول ممبر هیوادونو سره د نړیوالو لوبو لپاره څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ مشران د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۹مه، تر غرمې وروسته په یوه نیمه بجه په دې اړه په یوه خبري غونډه کې نور معلومات ورکړي.

درک : دافغانستان کرکټ بورډ مرکزي دفتر ، چمن حضوري ترڅنګ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *