د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /پنجشنبه/ څلورمه یو ورځینۍ مسابقه له زیمبابوې څخه وګټله.
تر دې مخکې دوې مسابقې زیمبابوې او یوه افغانستان ګټلې وه. خو نننۍ مسابقې دواړه ټیمونه مساوي کړل.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه بله پنځوس اوریزه او دوې شل اوریزې سیالۍ وکړي.
نن پچه زیمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
زیمبابوې په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځوېدو په بدل کې افغانستان ته ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبغاړو دا هدف په داسي حال کې پوره کړ چې لا اوور پای ته نه و رسېدلی.
د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد شهزاد وکړ. ده په ۹۸ توپونو ۸۰ منډې وکړې. نورعلي ځدراڼ چې له شهزاد سره یوځای میدان ته راوتلی و په ۶۶ توپونو ۲۳ منډې وکړې.
په باولینګ کې دولت ځدراڼ ۳، رشید خان ۲ زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول.
زیمبابوی په 5 لوبغارو 184 ونکرل په 8 لوبغارو یی دغه مندی جوری کری