د افغانستان او زیمبابوې په څلورمه یو ورځینۍ مسابقه کې افغانستان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۹ منډې جوړې کړې.
پچه زیمبابوې وګټله او بیا یې هم غوره وبلله چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. په دې مسابقو کې تراوسه یوازې یو وار افغانستان پچه ګټلې ده. دا د چهارشنبې ورځ وه چې په نتیجه کې یې لوبه افغانستان وګټله.
په نننۍ مسابقه کې د افغانستان اوپینران جاوید احمدي او عثمان غني نسبتاً ژر وسوځېدل. دواړو ۲۱ منډې جوړې کړې. خو ورپسې ګلبدین نایب او نصیر جمال ښه لوبه وکړه.
نایب په ۴۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې او نصیر جمال په ۸۴ ټوپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.
له دوی وروسته سمیع الله شینواري ښه لوبه وکړه. ده په ۶۷ توپونو ۴۰ منډې پوره کړې. کیپتان محمد نبي په ۶۱ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې. میرویس اشرف په ۱۲ توپونو یوازې ۴ منډې جوړې کړې.
شفیق الله تر ټولو افغان لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې. ده په ۷۳ توپونو ۵۶ منډې جوړې کړې.
دولت ځدراڼ په ۹ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې او شرف الدین شرف په ۵ توپونو ۳ او افتاب عالم په یو توپ یو رنز جوړ کړ.
افغان لوبغاړو د لوبې په وروستیو ۳ اورونو کې ښه لوبه ونه کړه. تمه کېده چې دوی به شاوخوا ۲۷۰ تر ۲۸۰ منډې جوړې کړي.