تاند- جاپان نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د کرنې او اوبو لګولو په برخو کې ۶۳ ملیونه او ۶ لکه ۵۴۰۰۰ ډالره مرسته کوي.
په کابل کې د چاپان سفارت وویل، دا مرسته د افغانستان د اوبه لګونې د سیستم د ښه کېدو لپاره کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت همداراز وویل چې په دې پیسو به له افغان کروندګرو سره هم مرستې وشي.
د جاپان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، دا پیسې د افغانستان د بیارغونې له بسپنې (صندوق) څخه د نړیوال بانک تر څارنې لاندې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي چې په کلیوالي سیمو کې یې د اوبه خور د سیستم په ښه کولو او له کروندګرو سره په مرستو ولګوي.
له دغو پیسو ۱۵ ملیون ډالره د اوبه لګونې د سیستم ښه کولو او د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو لپاره د اوبو د کنټرول په هدف لګول کېږي، ۱۵ ملیون ډالره نور د کلیوالي سیمو د سړکونو او لارو د جوړولو لپاره ځانګړي شوي دي څو کلیوال خپل زراعتي محصولات ښارونو ته په اسانه ورسولی شي.
جاپان له افغانستان سره په تېرو ۱۵ کلونو کې په ملیاردونو ډالره مرسته کړې ده.
ویل شوي چې له افغانستان سره د جاپان مرستې له ۷ تر ۸ ملیارد ډالرو پوري رسېږي.