تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د مالیې وزارت وايي، سږ کال یې تر دې دمه ۲۰۹ ملیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي نن په دې اړه افغانستان ملي بانک له سرپرست واحد الله نوشیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال ۲۲ میلیارده افغانۍ زیات عواید ترلاسه شوي دي.
نوموړی وايي، د ۲۰۹میلیارده افغانیو عوایدو راټولو په تېرو ۱۸ کلونو کې ساری نه لري او په سږني ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان انکشافي بودیجه هم ۹۵ پر ۴ سلنه مصرف شوې ده: (( سږ کال د افغانستان اقتصادي وده هم د ۱۳۹۴ کال د ۱ اعشاریه ۳ سلنې په پرتله ۳ سلنې ته لوړه شوې ده او راتلونکي کال ته به دا اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړه شي.))
د ښاغلي قیومي په خبره افغانستان سږ کال د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې هم د تېرو ۱۸ کلونو په پرتله په لومړني ځل له د پیسو د نړیوال صندوق سره په ګډه ترسره کړل چې ۴۸ چوکاټونو او ۱۵ کمېټو کې د پیسو د نړیوال صندوق لخوا هم تایید شول: (( موږ دمالي سکټور، بانکي سکټور، عوایدو، د لوی اقتصاد مدیریت، اقتصادي ودې او د فساد پر ضد د مبارزې نړیوال صندوق د راکړیو شاخصونو په برخه کې پراخ اصلاحات راوستل.))
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په تېر ۲۰۱۸ کال کې د اقتصادي اصلاحاتو له امله د نړیوال بانک له لوري د لسو هېوادونو په سر کې حساب شوی و، خو لا هم پر حکومت نیوکه ده چې د موبایل کریډیټ د لس سلنه مالیې او نورو عایداتو د ټولونې سیسټم یې شفاف نه دی.