افغان کرکټ ملي لوبډلې ۲۰۱۵ نړیوال زیږدیز کال د سکاټلنډ پر وړاندې په نړیواله یو ورځینۍ سیالۍ کې له بریا سره پیل کړ.
د سکاټلنډ او ایرلنډ هیوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله.
د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره افغان ملي لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ. د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
ملي لوبغاړو ټاکل شوی هدف د سیالۍ په ۳۸ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۷۴، ناصر جمال ۵۲، عثمان غني ۴۸ او افسرځاځي هم ۴۸ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ملي لوبډلې بریا په ټول کال کې د بریالیتوبونو په سترګه ګوري. نوموړي ټولو هیوادوالو ته د دغې بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې به زموږ هر مزل بریالی مزل وي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی هم ټولو هیوادوالو ته ددغې سترې بریا مبارکي وایي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ لوبغاړي د ډیرو ښو استعدادونو خاوندان دي او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به نه یوازې ددغو بلکه د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هم له ځانه ښې وړتیاوې وښیي.