تاند- د ترکمنستان حکومت نن وویل چې د دغه هیواد، افغانستان، اذربایجان، ګورجستان او ترکیې ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزیتي دهلېز یا کوریدور په اړه د پنځو هیوادونو په خبرو کې پر یوې مسودې موافقه وشوه.

په غونډه کې، چې په عشق اباد کې جوړه شوه، د پنځو هیوادونو استازو ګډون کړی و.

د اذربایجان د تریند خبري اژانس د راپور له مخې د غونډې ټولو برخوالو د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل چې دا د د دې پروژې غړیو هیوادونو او په مجموع کې ټولې سیمې ته موقع برابروي چې نړیوالو بازارونو ته لاره ومومي.

پر دې سربېره د دې پروژې بل هدف دا دی چې د اروپا او اسیا ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

په غونډه کې یادونه وشوه چې دا ترانسپورتي او ترانزیتي دهلېز به د افغانستان اجتماعي – اقتصادي احیا چټکه کړي او دغه هیواد ته به لار پرانیزي چې له لویو نړیوالو بېخ بنايي پروژو سره وصل شي.

د پنځو هیوادونو استازو او متخصصانو وویل، د دوی په باور دا نوښت په ښه وخت شوی او د ټولو هیوادونو له ودې او پرمختګ سره مرسته کوي چې د سوداګري راکړو ورکړو اندازه زیاته او د مالونو د صادرولو لګښت د لارو په لنډولو لږ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *