تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: په ایران کې د افغانستان د سفیر مرستیال عبدالقیوم سلیماني وایي، تهران دا مهال د اروپا په نسبت درې چند صادرات افغانستان ته ترسره کوي او اندازه یې د کال ۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي، خو افغانستان بیا هر کال یوازې د ۲۰ میلیونه ډالرو صادرات کړي دي.

ښاغلي سلیمان د صدراتي او ټکنالوژۍ برخه مې فرصت برابروونکي بنسټ ایډکا لخوا د امیر کبیر پوهنتون کنفرانس کې ویلي، د افغانستان سوداګریزه برخه ایران ته د صادراتو له سختې خلا سره مخ ده او له ایراني صادراتو سره هیڅ د پرتلې وړ نده.

ښاغلی سلیماني زیاتوي: (( موږ تیر کال هند، پاکستان، چین او نورو هیوادونو ته په ګډه د ۱ میلیارد ډالرو صادرات لرل، په دې لړ کې مو یوازېد ۲۰۰ میلیونه ډالرو صادرات پاکستان ته ترسره کړي دي او د ۲۰ میلیونه ډالرو صادرات مو ایران ته لرل.))

نوموړي زیاته کړېده چې افغانستان اوس شل کاله پخوانی افغانستان ندی بلکې یوازې یې په هرات کې ۸۰۰ فابریکې فعالې دي خو که اداري مشکلات حل کړای شي افغانستان ایران ته هم خپل صادرات زیاتولی شي.

ښاغلي سلیماني ایراني سوداګر هڅولي چې په ایران کې د افغانستان سفارت ورسره له د افغاني تولیداتو په واردولو کې مرسته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغانستان له ایرانه د تیلو او ګازو لوی واردوونکی هېواد دی.

دغه راز له تهران څخه د خوراکي توکو واردات هم د افغانستان لویه برخه اړتیا پوره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *