تاند- د سریلانکا په وړاندې له ماتې سره سره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندي یا رینکینګ کې دوولسم مقام ورکړای شو.

افغانستان ته وروسته له دې د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا دوولسم مقام ورکړل شو چې په یوه حساسه نړیواله مسابقه کې یې بنګله دېش ته په لوی تفاوت یعني ۳۲ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان اوس په یو ورځنیو نړیوالو مسابقو د ۳۲ امتیازونو په لرلو دوولسم ځای لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو نړیوالو مسابقو یوولس نور هیوادونه په ترتیب دا دي:

استرالیا

هند

سریلانکا

جنوبي افریقا

انګلستان

پاکستان

نیوزیلنډ

ویست انډیز

بنګله دېش

زیمبابوې

آیرلنډ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *