د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د جولای په اتلسمه نیټه د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو څلورو نړیوالو یو ورځینیو او دوه نړیوالو څلور ورځینیو سیالیو لړۍ پیل کړي.
د یوې اوږدې مودې له هلوځلو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اداره په دې وتوانیده چې د زیمبابوې له ملي لوبډلې سره د څلورو نړیوالو یو ورځینیو او دوه نړیوالو څلور ورځینیو سیالیو هوکړې ته ورسیږي.
پتېیل شوې وه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د زیمبابوې پر وړاندې شل اوریزې سیالۍ وکړي خو د نړیوال جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په یو ورځینیو سیالیو کې ګډون کول د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه وبلل شول.
د هیواد کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د جولای په ۱۸ نیټه خپله لومړۍ یو ورځینۍ سیالي، په ۲۰ نیټه دوهمه، په ۲۱ نیټه دریمه او په ۲۴ نیټه څلورمه نړیواله یو ورځینۍ سیالي ترسره کوي چې د نړیوالو یو ورځینو سیالیو وروسته به خپله لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د جولای په ۲۷ او دوهمه څلور ورځینۍ سیالي به د اګست په دوهمه نیټه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د زمبابوې په څیر پیاوړې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبغاړو لپاره د ورته ګټورو سیالیو په لاره اچول یو ستر ګام بولي. نوموړی وایي چې دغه سیالۍ به د نړیوال جام سیالیو چمتووالي په برخه کې له افغان لوبغاړو سره ځانګړې مرسته وکړي.