تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې د جمعې په ورځ /جنوري ۸/ له زیمبابوې څخه لومړۍ شل اووریزه مسابقه په ۵ منډو وګټله.
لوبه یا بیټنګ افغانستان پیل کړ او په خپلو ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې زیمبابوې ته په داسي حال کې ۱۸۸ منډې هدف وټاکه چې د توقع خلاف یې کریم صادق او اصغر ستانکزی د لوبې په لومړیو کې د بیټنګ لپاره میدان ته راوستل.
په دې مسابقه کې د معمول خلاف نورعلي ځدراڼ ونه لوبول شو خو ځوانو لوبغاړو لکه عثمان غني ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او راشید خان ته موقع ورکړای شوه.
شهزاد د تل په شان ښه بیټنګ وکړ او په ۱۷ توپونو یې ۳۳ منډې جوړې کړې.
عثمان غني په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې خو ګلبدین نایب بیا هم ښه وځلېد. ده په ۲۰ توپونو ۳۷ منډې د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ جوړې کړې.
محمد نبي هم د تل په شان ښه لوبه وکړه. ده په ۱۱ توپونو د ۳ شپږیزو په زور ۲۶ منډې جوړې کړې. راشید خان ارماني په ۵ ناسوځول شویو توپونو ۱۴ منډې وکړې.
د زیمبابوې لوبغاړو هم ښه لوبه وکړه او تقریباً تر پایه مسابقه مساوي وه.
ټاکل شوې ده چې افغانستان او زیمبابوې یوه بله شل اووریزه مسابقه هم وکړي.
تر دې مخکې د ۵ یو ورځنیو مسابقو لړۍ یا سریز افغانستان دوه پر ۳ ګټلی و.