تاند- فیسبوک وايي چې د افغانستان حکومت له ۲۰۱۴ څخه تراوسه پورې ۵ ځلې د ۹ تنو فیسبوک کاروونکو په اړه ورڅخه په رسمي ډول معلومات غوښتي دي.

فیسبوک دا خبره اوس څرګنده کړې خو دا یې نه دي ویلي چې دا ۹ تنه څوک دي.

فیسبوک ویلي چې د خپلو کاروونکو د معلوماتو په اړه د حکومتونو غوښتنو ته د قانون او د خپلو خدماتو د شرایطو پر اساس ځواب وايي.

د فیسبوک له دې خبرې نه معلومېږي چې ایا د افغانستان د حکومت غوښتنې ته یې مثبت که منفي ځواب ویلی دی.

فیسبوک په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو په منځ کې تر ټولو زیات کتونکي او ګډونوال لري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت تېر کال ویلي و چې په هیواد کې نژدې ۳ ملیون تنه له فېسبوک څخه کار اخلي.

له همدې کبله ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ له دې وسیلې څخه د افغانانو په منځ کې د قومي او سمتي اختلاف اور ته د لمن وهلو لپاره کار اخلي.

تاند یو شمېر فیسبوکپاڼې تعقیب کړي او ورته څرګنده شوې چې د دې شبکې یو شمېر کاروونکي، چې د افغانانو په منځ کې د اختلافاتو زیاته هڅه کوي، غالباً د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي ادارو له لوري د افغانانو په نومونو جوړ شوي اکاونټونه دي.

په وروستیو کې په کابل کې پر مالستان او جاغوري ولسوالیو د طالبانو د حملو پر ضد په کابل کې سلګونو تنو مظاهره وکړه. دا مظاهره په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپرېده خو یو شمېر کسانو د فیسبوک له لارې هڅه کوله چې موضوع ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي. تاند د څو تنو، چې قومي ښکنځلې یې کولې، پروفایلونه وکتل، ځینې یې په داسې کسانو پورې تړلې وو، چې هیڅ افغان ملګری (فرینډ) یې نه درلود او په خپله پاڼه یې یوازې په اردو ژبه پوسټونه کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *