عابدالله احساس

ټاکنې د څه لپاره تر سره شوې او ولې اوس روان جنجالونه پای ته نه رسیږي؟

که چېرته په افغانستان کې د ټاکنو تر سره کول د نړیوالو غوښتنه وه او دوی د ولسواکۍ غوښتونکي و، نو بیا ولې دولس له رایو دفاع نه کوي او یوازې د خپلو ګټو وټو سره سم یو نوماند سره یو ډول خبرې کوي او بل سره بل، هغه کار دي،چې غل ته وایي ورځه او کور والا ته وایي بیدار شه .

په افغانستان کې روان بهیر ته په کتلو سره نړیوال نه غواړي په افغانستان کې ولسواکي پلې شي .

همدارنګه د افغانستان سیاسي مشرانو او په ځانګړې توګه دواړو نوماندانو هم نه د افغانستان اساسي قانون او نه هم ولسواکي منلې ده، بلکه د ولسواکۍ چیغې یوازې شعار دی.

که چېرته داسې نه وي، نو بیا ولې مونږ د افغانستان داساسي قانون له مخې د افغانستان د ټاکنوله قانون سره سم دغه بهیر پر مخ نه وړو او ورڅخه سرغړونه کوو.

د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې له امله د افغانستان زندانونه له بندیانو ډک دي او د کلونو بند حکم ورته اورول شوی، توپير به نه وي، چې څوک د افغانستان له اساسي قانون څخه د ټاکنو په بهیر کې سرغړونه کوي او یا هم د طالب په څېر ټوپک را اخلي او د خپلو غوښتنو لپاره جګړه کوي .

له تېرو څو کلونو راهیسې یو شمیر سیاسي ډلو تل دا چغې وهلې، چې له طالبانو سره روغه جوړه او په سیاسي واک کې د دوی را شریک کول او یا ورته د ورور ویل د افغانستان د حکومت یولس کلنې، دولس کلنې او نورې ګټې له ګواښ سره مخ کوي، خواوس د هغه خلکو له ستوني غږ نه پورته کیږي .

نو یا خو د ولسواکۍ دعوې، دیارلس کلنې لاس ته راوړنې او سیاستونه دروغجن دي او یا هم د واک لیونتوب دومره زورو دی، چې زمونږ له مشرانو يې هر څه هیر کړي دي او هېواد همدا اوس د ناورین پر لور روان دی، نه د بشر حقونه زیانمن کیږي،نه دیارلس کلنې لاس ته راوړنې او نه هم د نړیوالې ټولنې مرستې او قربانۍ بې مانا کیږي، خو افغانستان یو ځل بیا د نړیوالوسیاستونو او کورنیو سیاسي مافیاوو د توپان په یو نوې چپه کې شامل شوي دی، چې د وګړو سترګې يې له خاورو ورډکې کړي او هیڅ نه ګوري .

ډاکټر عبدالله او ډله یې یو ورځې د ټاکنو بهیرسم بولي او بله ورځ بیا ټولې چارې د دوی له غوښتنو برعکس وي .

باید له یاده ونه ویستل شي، چې د نړیوالو سیاستونو محور له افغانستان څخه بل لور ته روان دی او افغانستان یو ځل بیا د یو نامالوم سیاسي مسیر پر لور حرکت کوي، چې د نړیوالو سیاستونو کاروان خپل منډ ورڅخه بدل کړي.

دا مهال په نړۍ کې یو شمیر نور داسې مسایل راپورته شوي دي، چې امریکا او بیا نړیوالې ټولنې ته به له افغانستان څخه لومړیتوب ولري او د دې شونتیا شته ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه یو ځل بیا افغانستان ته شاه کړي، د عراق په څېر یې په نیمایي لاره کې پریږدي او مونږ بیا ونه شو کولای، چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره په خپلومټو دومره کار وکړو،چې ځان له دغو بوختو وکاږو.

همدا اوس په نړۍ کې د سوریه مسله یوه توده مسله ده، عراق یو ځل بیا د نړیوال ترهګریز مرکز پر لور خپل رنګ اړوي.

د داغش وسله واله ډله همدا اوس مخ پر زور روانه ده او هغه ویره چې امریکا او نړیوالو د دې ډلې په اړه نه لرله اوس ورځ تر بلې دغه ویره په توره بلا بدلیږي اود امریکایانو سره اندیښنې را ولاړوي .

داغش ډلې په دې وروستیو کې یو ستر نظامي مرکز ونیوه، چې له وسلو او مهماتو ډک و، خو په ښکاره لیدل کیږي، چې امریکا به له دې وروسته بیا هڅه وکړي، چې د اسد رژیم پیاوړي کړي او بیرته ورسره خپلې اړیکي ټینګې کړي .

همدارنګه په نایجریا کې د بوکو حرام موجودیت، چې هلته هم د عیسویت او مسلمانۍ مسله په ګرمه روانه ده، خو بوکو حرام تر ډېره بریده خپل مسلمانان وټکول اوپه دې وروستیو کې د دې ډلې له لورې عام وژنو د نړیوالو پام ځانته واړوه، همدارنګه الشباب او نورې وسله والې ډلې یو ځل بیا د دې جوګه شوي دي، چې د نړیوالو سیاستونو محور بدل کړي.

همدارنګه په اقتصادي ډګر کې بریکس(BRICS) بانک، چې د چین په شانګهای ښار کې جو د پنځو هېوادونو له لورې د امریکايي ډالر د خوارولو په موخه رامنځ ته شوی او په لومړي ځل سل ملیارده ډالره پانګونه پرې وشوه، د امريکا او اروپایي ټولنې پام ځانته اړولی دی .

چې د کارپوهانو په باور د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF)( سره به مقابله وکړي او لا زیات باور به تر لاسه کړي .

له دې ټولو نړیوالو مسایلو په څنګ کې له تېرو پنځه میاشتو راهیسې په افغانستان کې حکومتي دستګاه په ټپه ولاړه ده، سیاسي اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونه نه شته دي، بلکه برعکس افغانستان د زول پر لور روان دی.

افغان سیاستوال او حکومت دومره په کورنیو سیاستونو کې ښکیل دي، چې نړیوال سیاستونه له پامه غورځول شوي دي او نړیوالو هم په افغانستان کې پر ګڼو سترو او کوچنیو پروژو باندې خپلې مرستې درولي دي.

دولسمشرۍ دواړه نوماندان هم په خپلو کې پر دومره کوچنیو مسایلو نه سره جوړیږي، چې شونې ده د دولت مشرانو پر ځای يې د یوې ادارې مشران حل کړي، خو له دې بریښي که دواړه نوماندان ګډ حکومت هم جوړ کړي په دې ډول به يې سرته ونه رسوي.

نو بالاخره د نړیوال اقتصاد او امنیت په دې تود بازار کې لري نه ده، چې نړیوال افغانستان د لومړیتوبونو له لیکې وغورځوي او شاته يې پریږدي او افغانانو ته بیا یو ځل ډېر اوږد مزل مخ ته شي، چې لکه د ولسواکۍ د پلي کېدو په څېر بیا له سره پيل کوي.

نو د دې لپاره، چې له دې حالاتو څخه ووځو دواړه نوماندان باید د څه وخت لپاره له خپلو ګټو څخه دولسي ګټو پر لور مخ واړوي او د ځان لپاره د سیاست داسې یو چاپیریال غوره کړي، چې پريکړه په کې پر ټوپک نه بلکه په قانون وشي او یو ځل بیا دا هېواد د وینو په حمام بدل نه شي.

خو که نړیوال هم بیا په بشپړه توګه افغانستان ته شا واړوي، له یاده باید ونه کاږي،چې په لنډه موده کې به په داسې یو سرخوږي بدل شي، چې هم به نړیوال سیاستونه اوهم نړیوال اقتصادي بنسټونه ولړزوي او د دې لپاره چې د نړیوالو ګټې خوندي شي بیا به یوې اږدې څواړخیزې جګړې او لوړو اقتصادي تاوانونو ته اړتیا وي .

عابدالله احساس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *