محمد عزيز پردېس
د تمو، کينو، نيوکو او بدبينيو خلاف تېره ورځ د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې په پوره ډاډ او د امنيت په چاپېريال کې ترسره شوې. که څه هم له مياشتو مياشتو راهيسې اټکلونه داسې و چې ګواکې ټاکنې به اصلاً ترسره نشي او يا هم وبه ځنډېږي. د افغاستان د امن، پرمختګ، پرځان بساينې او سولې د ښمنانو خپلې وروستې هڅې وکارولې. څوک تر مسکوه لاړل او څوک تر قطره او بيجينګه، مختلفې او ډول ډول بهانې يې وکړې، خنډونه يې جوړ کړل، په ټولنيزو رسنيو کې يې هر اړخيز کمپاينونه وکړل چې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي؛ خو له نېکه مرغه افغان ملي امنيتي ځواکونه، د ټاکنو کميسيون، اړونده او ذيربطه ادارې او بنسټونه او زړه ور او په ولسواکۍ او جمهوريت مئين ولس په دې توانېده چې سربېره په دومره خنډونو او ستونزه په پوره برياليتوب سره ټاکنې ترسره کړي. هغه څه چې نړۍ او ګاونډیان ورته ګوته په غاښ شوه. اروپايي ټولنې، لويدځې او ختيځې نړۍ، نږدې ګاونډيو، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالينو، مختلفو نړيوالو رسنيو او نړيوالو فعالينو د افغانانو مېړانه او د افغان ملي امنيتي ځواکونو زړه ورتيا وستايله.
د ټولنيزو رسنيو فعال نجيب ننګيال: (( د پنځه کالو لپاره د یوه ملت زعیم ټاکل وړه خبره نه ده. د وطن فرد فرد تشویش ورته لري. پرونۍ ورځ د دې کال تر ټولو امن ترینه ورځ وه. افغانستان بیا ولسمشر وموند. خپله یې وټاکه، خپله. د پېښور په ګورنر هاوس کې فیصله ونشوه، له قطره را وارد نشو. د مسکو، تهران، اسلام اباد، ریاض او دوحې رایې پکې شاملې نه وې. بلکې د اچین، نوزاد، ارغنداب، غوربند، ګرمسیر، مقر، محمد اغې او ډن ډپټان خلکو وټاکه. د کاغذونو پيسې یې خپلې وې، سیستم یې خپله جوړ کړی و، مامورین یې خپل و، امنیت یې خپله نیولی و، رایه یې خپله واچوله، ولسمشر یې خپله وټاکه…
دې عظيم ملت ته دې دا ستره بریا مبارک وي. افغانستان له یوه لوی توپانه ژوندی ووت. د بدبینانو تحلیلونه غلط ثابت شو. وېرې او اندېښنې ختمې شوې. مونږ د موقت پرځای، دایمي حکومت وموند. ثناء او صفت دې وي هغه خدای لره چې دا ملت یې له سیاسي شعوره برخمن کړ او د ځان بساینې، ځان پېژندنې توفیق یې ورکړ)).
په ټولنيزو رسنيو کې د افغان ځوانانو او پېغلو لخوا د هېواد مختلفو سيمو د رايو اچوونکو ډول ډول انځورونه، ويډيوګانې او مالومات شېبه په شېبه د هېواد په دواړ ملي ژبو او په انګليسي ژبه خپرېدل ولسواکۍ او جمهوريت سره د افغانانو د بې کچې مينې يوه غوره بېلګه ګڼلی شو.
هېره دې نه وي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د افغان ملي امنيتي سرتېرو څخه ډېره ستاينې شوې، چې په پوره متانت او بې پلويتوب يې د تېرې ورځې ټاکنو ښه امنيت په موخه شپې او ورځې زيار وګاله او بريالي راووتل.
افغان ليکوال او ژباړن مير احمد ياد: (( پرونیو ټاکنو یوه خبره ثابته کړه چې څوک د ملت د ارادې خلاف روان وي، ناکام به وي.
په کمین کې ورته وسلو سر ناست وو او په رسنیو کې یې خوله په منفي بافیو وشلوله، وېره او ترهه یې خپره کړه، د ټاکنو د پرېکون لپاره یې پروفایلونه بدل کړل، خو د ملت د ارادې پر وړاندې مات او خړسترګي شول. د ملت اراده سیند دی او سیند په خځلو نه را ایسارېږي.
ژوندی او تلپاتې دې وي جمهوریت)).
د خيبر پښتونخوا د عوامي نشنل ګوند یو مخکښ غړي مختار خان يوسفزي په خپل ټوېټر د افغانانو مېړانه ستايلې: ((د پرون ورځې په کاميابو ټول ټاکنو ټولو افغانانو ته مبارکي وایم او ټولو ملي امنیتي ځواکونو ته په ټينګ امنيت ساتلو شاباش او افرين، د دې تر څنګ په ځينو سيمو کې د ناوړه پيښو په کلکه غندنه، شهيدانو ته په جنت کې لوي مقام او زخميانو ته د روغ صحت دعا کوو. ژوندى دې وي افغانستان. ))
افغان ليکوال او فعال ايمل جلال: (( دا ټاکنې د نوي افغانستان ځوان نسل ته هم مهم فرصت دی تر څو د ۵ کاله وروسته اقتدار لپاره بدیل رامنځته کړي. نوی نسل باید د سیاسي ګوندونو، فکري مکتبونو او مدني بنسټونو د پیاوړتیا لپاره همدا اوس لاس په کار شي. تر څو پینځه کاله وروسته یو ځل بیا ضرورت نشي چې د ټوپکمارو، قومي، مذهبي، توکمي او ستمي ټیکه دارانو ځولۍ ته کېني.
ټولو ټیمونو، سیاسي ډلو او کمپاینرانو ته باید د نوي حکومت غېږ پرانیستې وي. ټول ددې خاورې بچي دي. فکري مخالفت ته د سیاسي پلورالېزم په سترګه وکتل شي. وطن ته د خیانت پرته هر فکر ته درناوی وشي )).
ترټولو جالبه دا ده چې افغان رايه اچوونکی صفي الله صافي چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې خپله يوه ګوته د رايې د استعمال په ګناه د دولت مخالفو وسله والو لخوا پرې شوې وه، پرون يې په ټاکنو کې ګدون کړی او خپله رايه د خپل خوښې وړ نوماند ته وکاروله.