تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې بندي طالبان خوشي کړي څو د افغانستان د سولې بهیر ورسره چټک شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له لوري د لسګونو طالب بندیانو خلاصون د افغانستان د سولې د بهیر له پیلېدو سره مرسته کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستان په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اسلام اباد چمتو دی په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې په بهیر کې د نورې اسانتیا په برابرولو کې مرستې ته دوام ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:«که پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ ریښتونې اراده لري، په دې صورت کې به د دوی له لوري تر ټولو ضروري او ګټور اقدام دا وي چې طالب مشران له خپلو محبسونو څخه خوشي کړي.»
اعلامیه زیاتوي:«د مهمو طالب مشرانو خلاصون به د افغانستان د سولې عالي شورا ته دا فرصت برابر کړي چې له دوی سره د سولې خبرې پیل کړي.»
طالبانو تېره اوونۍ په دوحه کې دفتر پرانست څو د دغه دفتر له لارې له امریکا او د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې چې دا دوی ول چې افغان طالبان یې د سولې خبرو ته چمتو کړل.
طالبانو په دوحه کې د دفتر تر پرانستلو وروسته د لومړي ځل لپاره د پخلاینې لپاره د خپلې ارادې نښې څرګندې کړې. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی محمد نعیم وردک رسنیو ته وویل چې دوی له ټولو خواوو سره خبرو ته تیار دي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار نه ول.
د افغانستان حکومت له پاکستان څخه په ځلونو د بندي طالبانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې او پاکستان یو شمېر طالب بندیان خوشي کړي هم دي خو څرګنده نه ده چې خوشي شویو طالبانو د سولې په پروسه کې څه رول لوبولی دی.
د افغانستان د حکومت ډېر تاکید د ملا عمر د پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر پر خلاصون دی خو داسي ښکاري چې پاکستان د خپلو خاصو ملاحظاتو له کبله د ملادبرادر خوشي کولو ته تیار نه وي.
.اوس داسی ښکاری چی کابل لور په لوټه تیره کوی، که همدا بندی طالبان هم خوشی شی رول به یی د ملا متوکل، ملا حکیم ، ملا ضعیف او ملا نورو ملا کابلیانو په شان ضعیف وي، سوله له دښمنانو سره کیږی، هغوی چی جنګیږی باید ورسره خبری وشی. د خندا وړ خبره خو داده چی کرزی به د ورځی پنځه واری همدا خبره کوله چی طالب آدرس نلری، دوی دی خپل آدرس راوشيي، بالا همدا اوس ورځم ورسره خبری کوم، خو اوس یی چی نړیوال ادرس مالوم دی وایی نه دا په بهر کی دی، که څه هم په اصولو کی دا خبره سمه ده چی افغانانو تر منځ خبری باید افغانستان کی وشی، اما وګورئ د جګړی لپاره مو د ګردی نړۍ دروازی وټکولی خیر دی، په لسګونو کنفرانسونه ، غونډی او… خیر دی د سولی لپاره هم یو ګام بهر ته.
Karzai wants to divide Taliban like Northern Alliance and Hezbi Islami and other groups by releasing Mula Biradar who is also a popalzai like Karzai and then rule the Afghan people through his candidate but the world and Afghanistan is fed up of Karzai government corruption.
The US knows that Karzai does not want official talks with Taliban it looks that the West may conduct peace talks with Taliban behind closed doors now which in my opinion is dangerous for Karzai future role, so it’s time for Karzai to come to the negotiation table and priorities long-term peace then short-term power.