تاند- پاکستان پرون /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه هیواد ملي لوبډله به د سږکال په وروستیو کې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره مسابقه وکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویندوی پرون فرانس پریس خبری اژانس ته وویل، د دواړو هیوادونو ملي لوبډلې به د دسمبر په اتمه په متحده عربي اماراتو کې مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوریزو لوبو وروستیو دوو نړیوالو کپونو ته په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کې بریالۍ شوه خو په نړیوالو سیالیو کې یې لوبې وبایللې.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو او د مدني ازادیو له رامنځته کېدو وروسته کرکټ په دې هیواد کې پر له پسې وده کړې او د هیواد بیرغ یې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې رپولی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله حاضردمه د نمیبیا له ملي لوبډلې سره په څلور ورځنۍ مسابقه بوخت دی.

تر پرونه پوري، چې د مسابقې دوهمه ورخ وه، افغانستان برلاسی ښکارېده. هیله کېږي چې افغانستان به نمیبیا ته ماتې ورکړي.

One thought on “افغانستان له پاکستان سره شل اوریزه سیالي کوي”
  1. د تاند د ویب ساید څخه ډیره مننه کوو چه ډیر به زړه پوری مطالب ساعت په ساعت او پروخت دقیق خبرونه د خپل اوریدونکو تر غوږو رسوی خو یو تعداد ورونه چه دکریکت سره ډیره زیاته مینه لری ان تردی چه خپل ضروری کارونه پریږدی او د کریکت خپرونی اوری زه تاند ویب ساید څخه هیله لرم چه د کرکټ خپرونه به ژوندی بڼه موږ لیدونکو ته خپاره کړی زه یقین لرم چه تاسی به زما خبری اوریدلی وی او دکرکټ خپرونه به موږته نشر کړی او بله دا خبره چه ستاسی ورځپاڼه به نور لا هم به زړه پوری او دلچسب شی د تاند ورځپاڼی څخه ډیره مننه کوو الله تعالی دی ستاسی پرمټو برکت کړی زموږ دا هیلی او ارزو ګانی ناهیلی مه کړی الله تعالی مو حاجیان او غازیان اوشهیدان کړۍ ته تاندورځپاڼی کسانوته او بل خصوص د کرکټ نشراتی کارکوونکو ته ددی دعاکانو هیله مند او ارزومند د رب نه ورته غواړم
    ډیره زیاته مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *